افغانستانسلايډ

مزار کې د يوې کورنۍ شپږ غړي په مرموز ډول وژل شوي

د بلخ مرکز مزار شريف ښار کې د يوې کورنۍ شپږ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شيرجان دراني د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې پېښه پرون له ماسپښين وروسته د مزار شريف ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند يادگار بابا سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، نامعلوم کسان دې کور ته ننوتي دي او د کورنۍ شپږ غړي يې په چاقوانو وژلي دي.

وژل شوي کسان درې مېرمنې يو سړی او دوه کوچنيان دي.

د مزار د ملکي روغتون مشر ډاکټر نور محمد فيض وايي، بېگا ناوخته شپږ جسدونه وروړل شوي دي.

د بلخ امنيه قوماندان وايي، پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

څو ورځې وړاندې کابل کې هم د يوې پېښې په ترڅ کې دوه سړي او دوې مېرمنې وژل شوې وې، چې د عيني شاهدانو په وينا بې له دې چې د خپلوۍ کومه اړيکه ولري، يوه کور کې راټول شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button