چین په هنان ایالت کې د انقلابي مشر، ماوزوډونګ ستره طلايي رنگه مجسمه جوړه کړې.
د چین د دولتي رسنیو په قول پر دغې مجسمې شاوخوا ۴۶۰ زره ډالر لگښت راغلی. د مجسمې لگښت د محلي سوداگرو له خوا ورکړل شوی. د ماو د مجسمې لوړوالی ۳۷ متره ښودل شوی.
ماوزوډونگ په ۱۹۴۹م کال کې د چینایانو انقلاب رهبري کړ او دېرش کاله د دغه هېواد واکمن پاتې شو. چینایان ماو خپل ملي پلار گڼي. په پنځوسمو کلونو کې چې کله د ماو د سیاستونو په پایله کې سخته کاختي راغله، مرکز یې په همدې هنان ایالت کې و چې نن په کې د ماوزوډونگ ستره مجسمه جوړېږي.
د چین د خلکو ورځپاڼې په خبره یوازې د مجسمې سر د دوو خونو لرونکي کور په کچه دی.