افغانستانسلايډ

سرتاج عزيز: د ملا منصور مرگ د سولې بهير په ټپه ودراوه

پاکستان له پنځو ورځو وروسته د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور مرگ په رسمي ډول تاييد کړ او ويې ويل، چې د هغه وژل کېدل به د افغانستان د سولې پر بهير منفي اغېز وکړي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز په رسمي ډول د ملا منصور د وژل کېدو پخلی کړی. هغه ويلي، چې د ملا منصور «ډي ان ای» ټيسټ لا هم نه دی شوی او له دې مخکې به يې جسد چا ته ونه سپارل شي». سرتاج عزيز دا خبره په داسې حال کې کوي، چې طالبانو د کندهار سپين بولدک کې د خپل مشر د جنازې او دفنولو خبره کړې ده.

سرتاج عزيز نن پلازمېنه اسلام اباد کې د خبرو پر مهال وويل: «پرېکړه شوې وه، چې د افغانستان کړکېچ د مذاکراتو له لارې اوار شي. داسې نښې نښانې هم ليدل شوې وې، چې شايد افغان طالبان د خبرو مېز ته حاضر شي». خو د هغه په وينا د سولې بهير د ملا منصور په وژل کېدو بدل شو.

د پاکستان د لومړي وزير سلاکار وويل، د ملا عمر له مړينې وروسته د افغان سولې پروسه د دويم ځل لپاره ودرېده.

سرتاج عزيز دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملا منصور له مرگ څو ورځې وړاندې د سولې څلور اړخيزې کمېټې پنځمه ناسته درلوده او تمه ښودل شوې وه، چې طالبان به د سولې خبرو کې گډون وکړي. خو د چارو شنونکي په دې نظر دي، چې د ملا منصور مرگ به د سولې پر بهير ناوړه اغېز وکړي او جگړه به لا تونده کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button