هند افغانستان ته نورې پوځي چورلکې ورکوي
د هند لومړي وزير نريندرا مودي ولسمشر اشرف غني سره د چابهار تړون له لاسليک وروسته په يوه غونډه کې افغانستان سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه او زياته يې کړه، چې افغانستان ته به نورې پوځي چورلکې هم ورکړي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر غني تېره ورځ د ايران پلازمېنه تهران کې د هند لومړي وزير سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې.
اعلاميه زياتوي، چې دواړو مشرانو د اقتصادي او سياسي اړيکو د پياوړتيا تر څنگ د ترهگرۍ ضد پر گډو هڅو ټينگار وکړ.
ولسمشر غني د هند له همکاريو په ځانگړې توگه په امنيتي چارو کې او د پوځي چورلکو په ورکولو له نريندرا مودي مننه وکړه او له هند څخه يې غوښتنه وکړه، چې افغانستان سره خپله همکاري او ملگرتيا تلپاتې وساتي.
د هند لومړي وزير ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې د خپل حکومت امنيتي سکتور ته يې امر کړی، چې افغانستان سره هر ډول نظامي مرستې وکړي او په لنډو وختونو کې افغان حکومت ته نوې پوځي چورلکې ورکړي.
ولسمشر وويل، چې د افغانستان په بيا رغونه او زيربنا کې د هند مرسته ډېره مهمه ده، د ساري په توگه د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او نورو مرستو ته يې اشاره وکړه.