افغانستانسلايډ

«خپلواکو طالبانو سره خبرو ته چمتو يو»

ولسمشر غني په خپله تازه تلويزوني وينا کې، چې هېواد کې د وروستيو نا امنيو په اړه يې وکړه ويلي دي، چې خپلواکو طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی.

ولسمشر دا خبره وروسته له هغه کړې ده، چې طالبانو تېره اوونۍ د هېواد بېلا بېلو سيمو کې خپلو بريدونو کې د پام وړ زياتوالی راوستی او يو ځل بيا وتوانېدل چې کندوز ښار له امنيتي ځواکونو ونيسي.

د ملي يووالي حکومت مشر دا د وسله والو مخالفينو له لوري د وارسا او بروکسل غونډو تر اغېز لاندې راوستو هڅه وبلله.

ولسمشر غني د دې خبرو په ترڅ کې وويل، چې له هغو طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، چې «د پرديو په واک کې نه دي او خپلواک دي». دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر څه موده مخکې طالبانو سره سوله لرې بللې وه او ويلي وو، چې چا ته به د سولې لپاره سوال ونه کړي. د ملي يووالي حکومت او نړيوال ملاتړي يې پر طالبانو تور لگوي، چې خپلواک نه دي او افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه پرېښودل کېږي.

خو بر عکس وسله والو افغان حکومت سره خبرو اترو ته لومړی شرط له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل ايښی دی، چې په وينا يې «د وروستي بهرني تر شتونه به جگړې ته دوام ورکړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرگ تازه ويلي دي، چې ځواکونه به يې د تېرو پنځلسو کلونو په څېر د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
نوموړي بروکسل غونډه کې څرگنده کړې وه، چې د کندوز او هلمند وروستيو جگړو دا وښوده، چې افغان ځواکونه لا هم ډېرې روزنې ته اړتيا لري او دوی به دې کار ته دوام ورکړي.

بل لور ته امريکايي چارواکو په خپلو وروستيو څرگندونو کې ويلي، چې ژر به له افغانستان نه خپل پوځيان ونه باسي، دا ځکه چې د دې هېواد امنيتي وضعه ورځ له بلې په خرابېدو ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button