د هلمند د سنگين ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ او شاوخوا پوستو تېره شپه د وسله والو طالبانو بريدونو کې څلوېښت امنيتي سرتېري وژل شوي دي او گڼ نور ټپيان دي.
د هلمند د امنيه قومندانۍ يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلی، وسله والو وروسته له هغه د سنگين پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ، چې ځانگړي ځواکونه له ولسوالۍ ووتل. د سرچينې په وينا طالبانو امنيه قوماندانۍ نيولې ده او ځينې مهمې سيمې او پوستې يې په بمونو الوزولې دي، خو سهار مهال امنيه قومندانۍ بېرته د امنيتي سرتېرو ولکې ته ورغله.
سرچينې زياته کړې ده، په دغه بريد کې د ملي اردو، او ملي او سيمهييزو پوليسو ۲۵ تنه وژل شوي دي او لسگونه نور ټپيان دي، چې د داود خان په نوم يو قومندان هم په کې دی او روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوی دی.
دغه چارواکی وايي، ځينې ټپيان لا هم د جگړې په ډگر پراته دي او که ژر تر ژره روغتون ته ونه لېږدول شي، له منځه به ولاړ شي.
د هلمند په سنگين کې اوس هم د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ درنه نښته روانه ده او شونې ده په مرگ ژوبله کې لا ډېروالی راشي.
سرچينې بل لور ته د همدې ولايت په مارجه ولسوالۍ کې د طالبانو د توندو بريدونو خبر ورکړی او ويلي يې دی، طالبانو يو وار بيا مارجې ته غځېدلې لار چې دوه ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو پرانيستې وه، نيولې ده، په دې جگړه کې د ۱۶ تنو دولتي سرتېرو د وژل کېدو او د سيمهييزو پوليسو د يوه قومندان گل مولا او نورو پوليسو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
مارجې ته تللې دغه لويه لار تېرو ورځو کې دولتي ځواکونو د امريکايي سرتېرو په مرسته پرانيستې وه.
د طالبانو وياند د هلمند د جگړې په اړه ويلي، «سنگين او مارجه کې يې دوه شپېته تنه عسکر وژلي او له شلو ډېر عرادې موټران يې سوزولي دي».
دا په داسې حال کې ده، چې چارواکي په دغو دوو ولسواليو کې د برياليو عملياتو او ښې امنيتي وضعې څرگندونه کوي.