گلوبل ريسرچ په خپله يوه نوې څېړنه کې د امريکا د سرمفتش جان سوپکو له خولې ويلي دي، چې افغانستان کې شاوخوا پر پنځه سوه زره جريبه ځمکه کوکنار کرل کېږي. سرچينه زياتوي، چې په دومره پراخه پيمانه کوکنار سي ايې ای ته دا فرصت ورکوي، چې له کوکنارو د ترلاسه کېدونکي عايده خپل پټ عمليات پر مخ يوسي.
سرچينې ليکلي: «دا د هيرويينو د توليد يوه ستره ساحه ده، کومه چې سي ايې ای ته د نشهيي توکو له لارې د ترلاسه کېدونکو پيسو پر مټ د خپلو پټو عملياتو د پر مخ وړلو فرصت ورکوي».
گلوبل ريسرچ افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د نشهيي توکو له کر سره تړلی بولي او وايي، تر څو چې دغه ځواکونه هلته وي، د نشه يي توکو کر به له منځه ولاړ نه شي.
څېړنې ادعا کړې، چې اروپا او نورو هېوادونو ته نشهيي توکو د الوتکو او بېړيو له لارې لېږدول کېږي، چې معلومه خبره ده، چې هغه د وسله والو طالبانو په لاس کې نه دي.
په دغو الوتکو او بېړيو کې له افغانستانه د نړۍ هېوادونو ته د قاچاق کېدونکيو نشهيي توکو اندازه نوي سلنه ښودل شوې ده، چې د امريکا تر واک لاندې دي.
څه موده مخکې ولسمشر غني هم د برتانيې پلازمېنه کې فساد سره د مبارزې نړيواله غونډه کې څرگنده کړه، چې د افغانستان اتيا سلنه نشهيي توکي اروپا ته ځي. هغه ويلي و: «د ملگرو ملتونو له لوري د ورکړل شويو معلوماتو له مخې په تېرو لسو کلونو کې له نشهيي توکو د ترلاسه شويو پنځه سوه مليارد ډالرو څلور سوه اتيا مليارد يې د اروپا دننه ترلاسه شوي دي، خو د دې پر ضد هيڅ قانوني گام نه دی اخيستل شوی».
د افغانستان کورنيو چارو وزارت هم يوه اوونۍ وړاندې خبر ورکړ، چې د کوکنارو د کر پر ضد مبارزه ټکنۍ شوې ده. د دې وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستيال باز محمد احمدي کابل کې يوې غونډې ته وويل، چې سږ کال د کوکنارو د کر مخه نه ده نيول شوې. د هغه په وينا د هېواد جنوب لويديځ، ختيځ او شمال ختيځو سيمو کې پر نوي سلنه ځمکه کوکنار کرل شوي دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا پر افغانستان د بريد د جواز لپاره یو لامل افغانستان کې د کوکنار پراخه کر ښودلی و او د له منځه وړو ژمنه يې کړې وه، خو راپورونو وښوده، چې افغانستان کې له هغې ورځې راپه دې خوا ورځ له بلې د کوکنارو کر زور اخيستی دی.