افغانستان

د ملي اردو يوه ساتمن د خپلې کورنۍ پنځه غړي وژلي

د بلخ چارواکو خبر ورکړی دی، چې د دې ولايت بلخ ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه سرتېري د خپلې کورنۍ پنځه تنه غړي وژلي دي. دغه سرتېری چې د ساتنمن پوځي رتبه يې لرله، د کورنۍ غړي يې په ډزو وژلي دي او له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

د بلخ د ولایتي شورا یوه غړي رامين رمضان رسنيو سره په تلفوني اړيکه کې وويل، چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه، چې د قوماندان نادر زوی چې په امنيتي ليکو کې يې وظيفه لرله، د خپلې کورنۍ پنځه غړي يې په ډزو وژلي دي.

د هغه په وينا دغه سرتېری له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی دی او د پېښې لامل تر دې دمه نه دی څرګند شوی.

ښاغلی رمضان وايي، چې په وژل شويو کې مېرمنې او کوچنيان شامل دي او نن له ماسپښين وروسته به يې جنازې خاورې ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button