افغانستانسلايډ

پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده لا پسې غځېږي

د پاکستان د سرحدونو چارو وزير عبد القادر بلوچ خبر ورکړی چې پاکستان کې د راجستر افغان کډوالو شمېر له پنځلسو لکو اوړي، خو د غير راجستر افغانانو شمېر تر دې هم پورته دی.

د پاکستان د مشرانو جرگې په غونډه کې ښاغلی بلوچ ويلي، د لومړي وزير نواز شريف له لوري پاکستان کې د راجستر افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د جون تر دېرشمې غځېدلې ده او د ډسمبر تر يو دېرشمې د هغوی د پاتې کېدو پر خبره هم غور روان دی.

بلوچ زياته کړې ده، له ۲۰۰۲ز تر دې دمه نهه دېرش لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي، چې هغوی کې اوه لکه کورنۍ هم شاملې دي. ۲۰۱۵ز کې اته پنځوس او روان کال کې ۳۳۵ زره افغان کډوال افغانستان ته لېږل شوي دي.

د بلوچ په وينا «افغان پناه غوښتونکي په خپله خوښه افغانستان ته ستنېدو ته تيار نه دي او موږ هم هغوی په زور نه شو لېږلی، ځکه چې نړيوالۍ ورورولۍ سره کړو ژمنو ته وفادار يو، چې افغان کډوال به په زور خپل هيواد ته ستنېدو ته نه مجبوروو».

د ملي يووالي حکومت بيا څرگنده کړې ده، چې دوی نه شي کولای په يو وار د دومره کډوالو د راستنېدو بوج ته اوږه ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button