خبرونهسلايډسيمه او نړۍ
اردګان د ۷۵۳ سرتېرو د خوشې کولو امر وکړ

تېره ورځ ولسمشر اردګان په فرمان او د محکمې له خوا ۷۵۳ هغه سرتېري چې د ترکيې په شنډه کودتا کې یې برخه اخیسته وه خوشې شول.
محکمې رسنیو ته وویل:«د سرتېرو په زندان کې ساتل د ترکیې په ګټه نه دي، موږ هغه سرتېري خوشې کړي کومو چې په دې اعتراف کړی چې د ترکیې په شنډه کودتا کې یې برخه اخیستې وه.»
له پورته شمېره پرته د ترکیې په زندانونو کې ۲۱۳ سرتېري بندیان دي.
ولسمشر ادرګان د کودتا وروسته په ترکیه کې د څه مودې لپاره بېړني حالت اعلان وکړ، چې له هغې وروسته په ترکیه کې حالات مخ په نارمل کېدو دي.