سلايډسيمه او نړۍ

فاينانشل ټايمز: د پاکستان او سعودي نظامي او سياسي اړيکې او ترينگلي حالات

فاينانشل ټايمز برتانوي ورځپاڼې سعودي عربستان ته د پاکستاني صدر اعظم نواز شريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د سفر په اړه ليکلي، چې پاکستان غواړي سعودي عربستان سره خپلې سياسي او نظامي اړيکې نورې هم غښتلې کړي.

نواز شريف او راحيل شريف وړمه ورځ سعودي عربستان حفر الباطن کې د «شمال تندر» گډو نظامي تمريناتو د وروستۍ ورځې غونډه کې گډون لپاره تللي دي.

فاينانشل ټايمز زياتوي، چې پاکستاني چارواکي په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي، چې په هېواد دننه يې سعودي عربستان سره د زياتېدونوکو نظامي تمرينونو په اړه بحثونه روان دي او په دې اړه هم جلا جلا نظرونه دي، چې پاکستان دې د سعودي عربستان په مشرۍ ترهگرۍ ضد ايتلاف کې شامل شي که نه.

برتانوي ورځپاڼې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د سرچينو له قوله ليکلي، چې هېواد يې سعودي عربستان کې د يوويشتو هېوادنو پوځيانو سره په گډو تمرينونو کې برخه لري او هېڅوک بايد په دې اړه اندېښنه او نيوکه ونه لري.

فاينانشل ټايمز زياتوي، چې نواز شريف او راحيل شريف په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي، چې پاکستان هڅه کوي، د سني سعودي او شيعه ايران ترمنځ په اړيکو کې توازن وساتي.

ورځپاڼې اسلام اباد کې د يو لويديځ ډيپلومات له قوله ليکلي، چې پاکستان په خلاص زړه سعودي عربستان سره سياسي او پوځي اړيکې نه شي ساتلی؛ ځکه چې پاکستان کې ډېر شيعه گان اوسيږي او هغو د پاکستان او سعودي ترمنځ اړيکو ته د شک په سترگه گوري، همدا رنگه پاکستان راتلونکي وخت کې د ايران مالي او سوداگريزو اړيکو ته اړتيا لري.

د سولې بحثونو سکاټلم نړيوال مرکز وايي، سره له دې، چې سعودي عربستان له امريکا او نورو هېوادونو د ميلياردونو ډالرو پرمختللې وسلې اخيستي، مگر د سعودي پوځ دومره ځواکمن نه دی، چې په يوازې ځان دې له کورنيو او بهرنيو گواښونو سره مقابله وکړای شي.

د فانينانشل ټايمز په وينا پاکستان په داسې حال کې سعودي عربستان سره د نظامي همکارۍ د غښتلي کېدو هڅه کوي، چې د هېواد په ختيځ کې هند او لويديځ کې طالبانو سره عملا په جگړه اخته دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button