قطر کې د افغانستان په اړه نړيوال کانفرانس جوړېږي
ټاکل شوې ده، چې قطر کې په راتلونکو دوو اونيو کې د افغانستان د قضيې د حل په موخه د «پگواش» نړيوال کانفرانس جوړ شي. دغه کانفرانس د يوې نړيوالې کاناډايي موسسې پگواش له لوري جوړېږي، چې له دې وړاندې يې نور کانفرانسونه هم جوړ کړي دي.
د کانفرانس يوه افغان گډون کوونکي رسنيو ته ويلي، تمه ده دا کانفرانس په راتلونکو دوو اونيو کې جوړ شي.
سرچينې زياته کړې ده، کانفرانس کې به د بېلابېلو ډلو استازي او شخصيتونه گډون وکړي. د پگواش په تېر کانفرانس کې وسله والو طالبانو هم گډون کړی و او ويل کېږي په راتلونکې غونډه کې به هم گډون ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا او چين په گډون د سيمې هيوادونه روانو ورځو کې په دې هڅو کې دي، چې څه ډول ممکنه ده د ملي یووالي حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پيل شي. په دې اړه په تېرو ورځو کې يوه څلور اړخيزه غونډه هم شوې ده، خو طالبانو په کې گډون نه دی کړی.
د کانفرانس موخه د افغانستان د قضيې حل ښودل شوی دی، چې ټول لوري او گډونوال به په کې په دې اړه خپلې نظريې وړاندې کوي.
د ملي يووالي حکومت او وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.