
له تېرو درې ورځو راهیسې په تورخم بندر کې د افغاني سرحدي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ گڼې نښتې شوي چې په کې یو پاکستانی لوړپوړی پوځي چارواکی ټپي شوی وو او نن یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
دغه پاکستانی لوړپوړی چارواکی علي جواد نومېده. د علي جواد د جنازې په مراسمو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز رحیل شریف هم برخه اخیستې وه او د راپورونو له مخې د علي جواد جسد به کوېټې کې خاورو ته وسپارل شي.
د تورخم د جگړې له امله د لنډي کوتل بازار او شاوخوا سیمې له تېرو درې ورځو راهیسې تړل شوي وو چې نن یې بېرته د پوځ په اجازه د خلکو پر مخ پرانیسته.
د تورخم د جگړې له امله دواړو لورو ته مرگ ژوبلې اوښتې دي.