روانې چارېسلايډ

په افغانستان کې د فقر زیاتېدونکې کچه

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

تېره اوونۍ نړیوال بانک له افغانستان سره د بې‌وزلۍ/فقر د کمولو، په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې د اقتصادي نظام پياوړي کولو او د هېواد په ځینو سیمو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه، ۱۲۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه. د دغو مرستو له کبله به شونې شي، چې نږدې درې نیم میلیونه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

په افغانستان کې اوسمهال د ټول نفوس ۳۶ سلنه خلک د بې‌وزلۍ له کرښې ټيټ ژوند تېروي او په خپله د افغان ولسمشر اشرف غني په وینا، هره شپه د هېواد ۱۵ سلنه وګړي وږي ویده کېږي.

دا چې په اقتصادیاتو کې بې‌وزلي څه ته وايي، په نړيواله کچه او افغانستان کې يې وضعیت څه ډول دی او په ځانګړي ډول په افغانستان کې به يې راتلونکی څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته ځواب شوې دي.

بې‌وزلي او په نړۍ کې يې وضعیت

د بې‌وزلۍ د تعریف او کچې معلومولو په تړاو اقتصاد پوهان بېلابېل نظرونه لري؛ د بېلګې په ډول یو شمېر اقتصاد پوهان هغه چا ته بې‌وزله وايي، چې په ورځني ډول يې له ۲۰۰۰-۲۵۰۰ کالوريو څخه خوراک کم وي. نړیوال بانک بیا بې‌وزلي د یوې کرښې له مخې معلوموي او تعریفوي. د دغه بانک په اند، هر هغه څوک چې په ورځني ډول یې عاید له ۱.۲۵ ډالرو څخه کم وي، نو بې‌ساري بې‌وزله دي او که عاید یې په ورځني ډول له ۲ ډالرو څخه کم وي، نو بیا معتدل بې‌وزله دي. دغه راز د بې‌وزلۍ د معلومولو په تړاو له پولي شاخص څخه وراخوا نور شاخصونه هم شته لکه د عمر منځنۍ کچه، د ماشومانو مړه کېدل، د خوراک کچه او مصؤنيت او داسې نور، چې له مخې یې د یو هېواد د بې‌وزلۍ کچه معلومېدلای شي.

دا چې اوسمهال په نړۍ کې څومره خلک بې‌وزله دي، په تړاو یې شمېرې له یو بل سره توپیر لري؛ خو بیا هم د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، اوسمهال د نړۍ ۱۰.۷ سلنه خلک په ورځني ډول له ۱.۹۰ ډالرو څخه په کم عايد ژوند تېروي، چې دغه کچه بیا ۷۶۷ میلیونه تنه کېږي.

په نړۍ کې د بې‌وزلۍ کچه له تېرو څو لسیزو راهیسې د کمېدو په لور روانه ده. په ۱۹۹۰ کال کې د نړۍ ۳۵ سلنه خلکو له ۱.۹۰ ډالرو څخه په کم عايد ژوند تېراوه، چې هغه مهال دغه شمېره ۱.۸۵ ملیارده تنه وه؛ خو په ۲۰۱۲ کال کې بیا ۱۲.۴ سلنه خلکو له ۱.۹۰ ډالرو څخه په کم عايد ژوند تېراوه، چې دا بیا ۸۸۱ میلیونه تنه کېږي[2].

په افغانستان کې بې‌وزلي (۲۰۰۱-۲۰۱۶)

افغانستان یو له لږو عاید لرونکو هېوادونو څخه دی؛ د دغو هېوادونو یوه ځانګړنه دا ده، چې د فقر کچه پکې زیاته وي. که څه هم د سړې جګړې او ترې وړاندې کلونو کې د فقر کچې په اړه دقیق ارقام نه لرو؛ خو بیا هم د شورویانو یرغل او کورنۍ جګړې په هېواد کې د فقر کچه لا زیاته کړه. هغه مهال ډېری خلک پاکستان ته کډوال شول او د عاید هغه سرچینې یې چې د شورویانو له یرغل وړاندې درلودې، بندې شوې.

له ۲۰۰۱م وروسته په افغانستان کې تر یو څو کلونو پورې امنیت ټینګ شو، د بهرنیانو مرستې زیاتې شوې او له همدې کبله په یو شمېر ټولنیزو او اقتصادي سکتورونو او برخو کې پرمختګونه ولیدل شول؛ خو بیا هم د نړیوال بانک د ارقامو له مخې، په نړۍ کې د فقر د کچې په پرتله، په افغانستان کې د فقر کچه تقریباً ثابته پاتې ده او تر اوسه پورې د فقر کچه کمه شوې نه ده.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، په هېواد کې د آزاد بازار او سرمایه‌دارۍ نظام یوه نیمګړتیا دا هم وه، چې شتمني یې د محدودو کسانو په ولکه کې ورکړه. په ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م کلونو کې د افغانستان د ټول نفوس ۳۶.۳ سلنه خلک د غربت له کرښې لاندې وو. که څه هم په ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲م کال کې د غربت سلنه تر يوه بريده کمه شوه، خو په ټوله کې بیا هم تر ډېره ثابته بلل کېدای شي. په ۲۰۱۱م کې دا کچه ۳۵.۸ سلنه شوه او معنا يې دا وه، چې د افغانستان ۹ میلیونه وګړي بې‌وزله وو (له هرو ۸ کسانو څخه ۳ تنو يې په غربت کې ژوند تېراوه)[3]. (شکل ۱).

شکل ۱: په افغانستان کې د غربت کچې سلنه

afghan-refugee1
ماخذ: نړیوال بانک او د افغانستان اقتصاد وزارت

د افغانستان ډېری نفوس په لرې پرتو سیمو کې مېشت دي او په ډېری توګه د فقر کچه هم په همدغو لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې تر ټولو زیاته ده. د نړیوال بانک او د افغانستان د اقتصاد وزارت د ګډې څېړنې او سروې له مخې، په دغو لرې پرتو سیمو کې له هرو پنځو تنو څخه څلور تنه د فقر ژوند تېروي. د دې ترڅنګ د کوچیانو له نیم څخه زیات (۵۱.۸ سلنه) هم د غربت له کچې ټيټ ژوند تېروي[4].

د فقر کچه تر ټولو زیاته په شمال ختيزو، مرکزي لوېديزو، ختيزو او سوېلي ولایتونو کې ده او تر ټولو کمه بیا مرکزي او سوېل لويديزو ولایتونو کې ده. سره له دې چې په مجموعي ډول په ټولو زونونو کې، له شمال ختيزې حوزې پرته، د ۲۰۰۷م په پرتله په ۲۰۱۱م کې د غربت کچه ټيټه شوه (وګورئ شکل ۲).

شکل ۲: د افغانستان په بېلابېلو حوزو کې د فقر کچه (۲۰۰۷م-۲۰۱۲م)

afghan-refugee2

ماخذ: د افغانستان د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک ګډه څېړنه او سروې ۲۰۱۱

يادونه: د حوزو ویش په دا ډول دی: سوېل لوېديځ: نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان؛ مرکزي: کابل، کاپیسا، پروان، وردګ، لوګر، پنجشیر؛ لوېديځ: بادغیس، هرات، فراه؛ شمال: سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، فریاب؛ سوېل: غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست؛ ختيځ: ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان؛ مرکزي لوېديز: غور، بامیان، ډایکونډي؛ شمال ختيز: بدخشان، تخار، بغلان، کندز.

د ولایتونو په کچه تر ټولو زياته بې‌وزلي په کابل کې ده او دغه شمېره له یو میلیون څخه زیاته ده، ورپسې په نورو ولايتونو کې د غربت کچه په لاندې جدول کې کتلی شئ. (جدول ۱).

جدول ۱: د افغانستان په ولایتونو کې د غربت کچه

ولایت د بې‌وزله کسانو شمېره د افغانستان په کچه سلنه د ولايت په کچه سلنه
کابل 1033730 11.37 24.4
ننګرهار 663455 7.3 38.2
هرات 660397 7.26 35.3
تخار 610028 6.71 65.4
بدخشان 588060 6.47 62.7
غزني 582792 6.41 45.8
کندز 398554 4.38 40.2
غور 378068 4.16 53.0
لغمان 310730 3.42 63.8
سرپل 308048 3.39 59.1

ماخذ: د افغانستان اقتصاد وزارت او د نړیوال بانک ګډه څېړنه او سروې ۲۰۱۱م


په افغانستان کې د فقر راتلونکی وضعيت

په افغانستان کې له ۱۵ کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو ۵۳ سلنه هم په فقر کې شپې ورځې تېروي، چې د خورا بد وضعيت ښودنه کوي. که افغان حکومت دوی ته د زده‌کړو او له ځوانۍ وروسته د کار زمينې برابرې کړي، نو په هېواد کې به د غربت کچه ډېره راښکته شي؛ ځکه د هغو غریبو خلکو، چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته وي، ۷۵.۶ سلنه یې بې‌سواده دي. د هغو غریبو خلکو چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو څخه پورته وي، یوازې ۷.۱ سلنه یې ابتدايي ښوونځي بشپړ کړي دي. په بې‌وزله او غريب پاړکي کې د بې‌کارۍ شرحه هم ۸.۴ سلنه او د نسبي بې‌کارۍ شرحه ۴۱.۱ سلنه ده[5].

په بل اړخ کې له هرو ۱۰۰۰ نويو زیږېدلو ماشومانو څخه ۶۶ يې له زیږېدو لږ موده وروسته مړه کېږي[6] او د کرنې او مالدارۍ وزارت په اند ۴۰ سلنه افغانان غذايي مصؤنیت نه لري[7]. له همدې کبله د فقر کچه د اقتصادي پرمختګ، د زده‌کړو له زیاتېدو، د بې‌کارۍ له کمېدو او زراعت سکتور ته په ځانګړې پاملرنې سره کمېدلای شي.

[1]  د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

[2] د بې‌وزلۍ په تړاو د نړیوال بانک ارقام دلته وګورئ: http://www.worldbank.org/en/topic/poverty/overview

[3] د افغانستان د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک ګډه څېړنه او سروې:
Afghanistan Poverty Status Update: An analysis based on National Risk and Vulnerability Assessment (NRVA) 2007/08 and 2011/12, Oct 2015, see it online:< http://moec.gov.af/Content/files/Poverty%20Status%20Update%20Report%20-%20final%20english%203.pdf>

[4] تېر ماخذ

[5] تېر ماخذ

[6] ADB, Poverty in Afghanistan, see it online:< https://www.adb.org/countries/afghanistan/poverty>

[7] که څه هم د خوراک نړیوال سازمان دغه کچه ۹.۳ میلیونه ګڼي او ۱.۱ میلیونه ماشومان هم د نیمګړې تغذیې له ستونزې سره مخ دي. په دې تړاو وګورئ د خوراک نړیوال سازمان راپور:
http://documents.wfp.org/stellent/groups/public/documents/ep/wfp269062.pdf او د ډویچه ویله راپور:
وزارت زراعت: ۴۰ در صد افغان‌ها مصونیت غذايی ندارند، دویچه ویله، ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶، آنلاین:
http://www.dw.com/fa-af/%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%B2%D8%B1%D8%A7%D8%B9%D8%AA-%DB%B4%DB%B0-%D8%AF%D8%B1%D8%B5%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%87%D8%A7-%D9%85%D8%B5%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%AA-%D8%BA%D8%B0%D8%A7%DB%8C%DB%8C-%D9%86%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%86%D8%AF/a-36079205

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button