روانې چارېسلايډ

امرېکايي جنرالان روسيه او چين سره پر جګړه غور کوي

د مسکو فیسکي کومسو مولېتس (MK) ورځپانې راپور خپور کړی چې، امرېکايي جنرالان روس او چين سره د توندې جګړې د پېښېدا قوي امکان ښيي، چې تر شا يې د ډېرو تلفاتو وړاندیونه شوې.

ورځپاڼې کې راغلي: «د روسيې او چين پر وړاندې به د امريکې جګړه خورا تونده او تېزه وي او زیات شمېر بشري قربانيان به ولري. دا وړاندوينې د امريکا پوځې اتحاديې په کلني کانفرانس کې امريکايي جنرالانو وکړې.»

د «انډېپنډنټ» ورځپاڼې د راپور له مخې د امريکا لوی درستيز مارک مېلي ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې تاکيد وکړ چې بله نړیواله جګړه خامخا پېښېدونکي ده.

جنرال وېليم هېکس چې د دې کانفرانس له ګډونوالو څخه و، واضحه کړه چې هره راتلونکي پوځي نښته چې دوديزه وسله  پکې وکارول شي، ‌‌ډېر ژر به پای ومومي.

د وېليام هېکس په اند دا به د وسلو د عمومي مېخانيکي سېستم او د وسلې مصنوعي ظرفيت پورې تړاو ولري.

جنرال هېکس زياته کړه چې، د روسي او چينايي تواليداتو برياليتوب امريکا دېته مجبوره کړه چې د داسې راتلونکې جګړې لپاره چمتووالی ونيسي، چې د کوريا د ټاپو وزمې له جګړې څخه وروسته ورسره امريکايي پوځ نه دی مخ شوی.

د امريکا لوی درستيز مرستيال جورېف انډرسن ددې نظر تاييد وکړ او روس او چين ته په اشارې یې وویل، واشنګټن له یو شمېر هېوادونو له لورې د شته ګواښونو سره په ټکر کې دی. انډرسن باور لري چې د دغو دواړو هېوادو برياوې به د متحده ایالاتو حاکميت ختم کړي.

د یادونې وړ ده چې د امريکا د دفاع وزير اشتون کارتر د اټومي وسلو امکان نه و رد کړی، او ممکنه اهداف يې روس او شمالي کوریا ته په نښه کړي وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button