د روزگان د ولايتي شورا رييس په دې ولايت کې د نا امنيو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده. نوموړی وايي، امنيتي وضعيت دې حالت ته رسېدلی، چې طالبان د ولسواليو له مرکزونو پرته نورې ټولې سيمې ونيسي.
د روزگان د ولايتي شورا مشر عبد الکريم خادمزی وايي، اوسمهال ولسواليو ته ټولې غځېدلې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي او طالبان پر گڼو سيمو واکمن دي.
ښاغلی خادمزی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د روزگان- کندهار لويې لارې له شلو ډېرې پوستې نيولې دي او د گڼو امنيتي ځواکونو د وژلو ادعا يې کړې.
د ولايتي شورا رييس څرگنده کړې، که د جگړې اراده پياوړې نه شي او د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي ډېره نه شي، ولايت به له درنو امنيتي گواښونو سره مخ شي.
خو د روزگان د والي وياند سنت الله تيموري وايي، يوازې دوه ولسواليو کې د طالبانو فعاليت پراخ دی، نورو سيمو کې امنيتي ځواکونه بريالي دي او په نږدې راتلونکې کې به د وسله والو پر ضد عمليات هم پيل شي.
بل لور ته د روزگان اوسېدونکي وایي، طالبان ورځ له بلې پرمختگ کوي او ډېری سيمې يې په خپله ولکه کې اخيستې دي.