کابل کې د يوناما يو بهرنی ساتونکی ووژل شو
افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستندويه اداره «يوناما» وايي، چې پلازمېنې کابل کې د دوی يو بهرنی ساتونکی وژل شوی دی.
د يوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، چې نا معلومو وسله والو د پلازمېنې کابل په زړه شهرنو کې د يوناما پر بهرنيو ساتونکو ډزې وکړې، چې له امله يو تن ووژل شو او يو بل ټپي شو.
يوناما په دې اړه رسنيو ته نور معلومات نه دي ورکړي.
د ملي امنيت وياند حسيب صديقي د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې په دې بريد کې يو بهرنی ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
بهرنۍ رسنۍ وايي، چې وژل شوی ساتونکی د نيپال و او د ملگرو ملتونو په دفتر کې يې د ساتونکي په توگه دنده ترسره کوله.
د ټپي ساتونکو د هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
د دې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل امنيت د پخوا په پرتله خراب شوی، د عامو خلکو تر څنگ د چارواکو او بهرنيانو امنيت هم له گواښ سره مخ دی.
تېره اوونۍ د امریکا سفارت هم کابل کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی و، چې خپلو گرځېدو او تگ راتگ سره احتياط وکړي او د امنيتي مسوولينو له وينا او ډاډ پرته سفر ونه کړي.