د انساني قاچاق په اړه د امريکا د ۲۰۱۶ کال راپور څرگنده کړې ده، چې افغانستان انساني قاچاق کې د نړۍ هېوادونو کې دویم مقام خپل کړی دی.
د بېړنيو مرستو او پراختيا موسسه افغانستان کې انساني قاچاق ته د يو ستر گواښ په سترگه گوري او وايي چې د افغانانو ژوند يې له خطر سره مخ کړی دی. د دې موسسې د رييس محمد شعيب ناصري په وينا د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له کلني راپور سره سم په هرو دېرشو ثانيو کې يو انسان د قاچاق ښکار کېږي.
نړۍ انساني قاچاق ته د عصري غلامۍ نوم ورکوي او دغه غلامي اوسمهال د ځينو کړيو او غير قانوني ادارو لپاره په ښه سوداگرۍ بدله شوې ده. شنونکي په دې اند دي، چې نړيوالې استخباراتي ادارې په ستره کچه په دغه چاره کې ښکېل دي.
د تېرو مياشتو راپورونو ښودلې ده، چې اروپايي هېوادونو ته د سفر پر مهال زرگونه افغانان تری تم شوی دي، چې تر اوسه يې درک نه دی لگېدلی، همدا راز د دغو سفرونو پر مهال له مېرمنو، کوچنيانو او ان ځوانانو جنسي استفاده شوې ده. له شته شمېرنو سره سم د انساني قاچاق اتيا سلنه قربانيان مېرمنې او کوچنيان دي، چې له شپږ څلوېښت سلنې يې جنسي گټه اخيستل کېږي.
افغانستان کې د بېړنيو مرستو او پراختيا بهرنۍ موسسه د ملي يووالي حکومت د دې پديدې په مخنيوي کې پاتی راغلی بولي.
په دې وروستيو کې له افغانستانه تښتېدلي خلک نږدې ټول د خراب امنيتی حالت، بې کارۍ او غريبۍ له امله تېښتې ته اړ شوي، چې يوه ستره برخه يې د همدغو قاچاقچيانو لاسو ته لوېدلي دي.