امريکا يو افغان-امريکايي د چاودنو په تور نيولی
امريکايي چارواکي وايي، چې هغه افغانی امريکايي يې نيولی دی، چې د نيويارک او نيوجرسي د چاودنو شک پرې کېده. دغه تن احمد خان رحیمي نومېږي او اته ويشت کاله عمر لري.
راپورونه د عيني شاهدانو له خولې وايي، چې دغه کس د پوليسو له لوري له نيول کېدو وړاندې پر هغوی ډزې کړې دي. نيول شوی افغان امريکايي دا مهال ټپي دی او روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ځايي چارواکي وايي، چې مشکوک تن نيوجرسي کې يوه ځای کې ويده موندل شوی، چې د پوليسو له لوري را بيدار کړل شو او له دې سره سم نوموړي پر پوليسو ډزې وکړې، خو پوليس د هغه په نيولو وتوانېدل.
پوليسو پر احمد خان پنځه ځايه د پوليسو د وژنې تور پورې کړی دی. اسوشيټيډ پرېس اژانس راپور ورکوي، چې ځايي محکمه دا مهال د نيويارک د چاودنو به تړاو په پلټنو بوخته ده.
د تېرې شنبې په ورځ نيويارک کې د چاودنې له کبله نږدې دېرش تنه ټپيان شول. د نيويارک چارواکو دغه چاودنه ترورستي بريد وباله خو تر دې دمه يې په دې اړه شواهد نه دي وړاندې کړي.
د نيويارک دا چاودنې په داسې حال کې وشوې، چې له هغې لږ مخکې په گاونډي ايالت نيوجرسي کې هم يوه چاودنه وشوه، خو چا ته په کې زيان پېښ نه شو.
د سيمې خلک وايي، چې د نيول شوي تن احمد خان کورنۍ عادي او امريکايي ټولنه کې مدغم کورنۍ ده چې د نيو جرسي په الېزابت سيمه کې يو رسټورانټ هم لري.