د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د گوگل له لوري د وسله والو طالبانو د اپليکشن بندولو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، که گوگل په دې اړه د مرستې غوښتنه کوي، دوی حاضر دي.
د دې وزارت وياند محمد ياسين صميمی ويلي دي: «دا چې گوگل د طالبانو تبليغاتي پاڼه له منځه وړې ده، ترورېزم سره مبارزه کې بنيادي کار دی».
طالبانو د تېرې جمعې په ورځ په پښتو ژبه د «الاماره» په نوم يو اپلېکشن فعال کړی و، چې انډرويډ کې کارول کېده.
د گوگل يوه وياند پرون وويل، دغه اپليکشن نور د گوگل د اپليکيشنونو منځ کې نه شته.
په خپله طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو ته نږدې سرچينو تاييد کړې ده، چې د هغوی وېبپاڼې او اپليکيشنونه په تېرو لسو کلونو کې په مسلسل ډول د امريکايي او نورو هکرانو تر بريدونو لاندې دي، خو دوی هر ځل توانېدلي دي، تخنيکي ستونزې له منځه يوسي.
د چارو شنونکي په دې اند دي، چې طالبان د تبليغاتي جگړې په ډگر کې برلاسي دي او له مختلفو لارو کولای شي، خپل پيغامونه، خبرونه، ليکنې، ويډيوگانې او نور شيان افغانانو او نړۍ ته ورسوي، چې د افغانستان دولت يې په هر قيمت مخنيوی غواړي.