افغانستانسلايډ

حزب اسلامي دولت سره خبرې اترې پيل کړې

د گلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د ملي يووالي حکومت سره نېغ په نېغه د سولې خبرې اترې پيل کړې. د افغانستان د سولې عالي شورا خبر ورکړی چې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي گوند استازي کابل ته راغلي او مخامخ يې د سولې خبرو کې گډون کړی دی.

د سولې عالي شورا زياته کړې ده، چې د ښاغلي محمد امين کريم په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوي د پير گيلاني په مشرۍ د سولې شورا له چارواکو سره خبرې پيل کړې دي.

حزب اسلامي په داسې حال کې د ملي يووالي حکومت سره خبرو ته حاضر شوی دی، چې د دې گوند مشر ښاغلی گلبدين حکمتيار له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينگار کوي.

د حزب اسلامي او سولې شورا تر منځ د لومړۍ ناستې گډون کوونکو په راتلونکې کې هم پر خبرو ټينگار کړی او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه به د افغانستان خلک په جريان کې وي.

د حزب اسلامي غړو په دې غونډه کې ويلي، چې يو لړ شرطونه او غوښتنې لري او هغه دا چې:  افغانستان کې بايد يو اسلامي نظام رامنځته او بېلا بېلو برخو کې عدالت ټينگ شي. او د افغانستان د خلکو ملي حاکميت وساتل شي.

ويل کېږي، چې گلبدين حکمتيار د حامد کرزي له دورې راهيسې حکومت سره خبرو ته بيا بيا خپل استازي رالېږلي، خو دا لومړی ځل دی، چې د رسنيو له لارې اعلانېږي.

خو شنونکي بيا دغه کار ته ډېر خوشبين نه دي او په دې اند دي، چې تر څو وسله وال طالبان سولې ته حاضر نه شي، تر هغه به روان کړکيچ پاتې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button