افغانستان
وسله والو د برهکي برک د انکشافي شورا مرستيال وژلی

وسله والو طالبانو د لوگر د برهکي برک ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستيال وژلی دی.
د برهکي برک ولسوال انجنير محمد رحيم امين رسنيو سره خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو د انکشافي شورا مرستيال حاجي زلمی له خپل کوره په زور وويست.
نوموړي زياته کړې، طالبانو حاجي د شپې وژلی او مړی يې نن سهار موندل شوی.
حاجي زلمي له تېرو پنځو کلو راهيسې همدا دنده درلوده. د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې.