افغانستان

غور: داعش جگړه‌مارو درې دېرش تنه ملکيان وژلي

داعش جگړه‌مارو غور کې هغه ولسي وگړي وژلي چې څو ورځې وړاندې يې يرغمل کړي وو. د غور والي غلام ناصر خاضع بي بي سي سره خبرو کې ويلي، چې داعش جگړه‌مارو تېره شپه د دولت تر کنټرول لاندې د کاسي دښتې شمال لور ته غوښتل د خلکو د پسونو درې رمې له ځان سره بوځي، خو خلکو يې مخه ونيوله.

والي زیاتوي خلکو لومړی له داعش جگړه‌مارو سره جگړه وکړه، چې په ترڅ کې دواړو لوريو ته څو تنه ووژل شول، خو وروسته هغوی د پسونو رمې او د دېرشو په شاوخوا کې کليوال هم له ځان سره بوتلل.

والي وايي، يادې ډلې وروسته دغه کسان ټول وژلي دي. د هغه په وينا د دې جگړه مارو شمېر ټول له شلو تر دېرشو تنو پورې دی، چې په غلاو او شوکو بوخت دي.

د والي له ادعا سره سم تېر کال څوارلس تنه هزاره گان هم د همدې ډلې له لوري وژل شوي  وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button