افغانستانسلايډ

«طالبانو د بغلان بايوميټرېک سيسټم ترلاسه کړی»

يوې مدني ټولنې ادعا کړې، چې د بغلان دولتي ادارو کې «جاسوسو مديرانو» د دې ولايت بايوميټرېک سيسټم طالبانو ته ورکړی، چې له مخې يې طالبان هغه کسان پېژندلی شي، چې دې سيسټم کې ثبت دي. «د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالينو شبکه» ټولنې گواښ کړی، چې که دولت دغه جاسوسان ونه نيسي، طالبان به بغلان ولايت ته سقوط ورکړي.

ياده شبکه ادعا کوي، چې طالبان له بايوميټرېک سيسټم نه په گټه له بغلانه د تېرېدونکو دولتي کار کوونکو پېژندگلو کوي او نيسي يې.

د دې شبکې مرستيال سيد ميثم احساني تېره ورځ کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل: «تېرو څو کلونو راهيسې د بغلان وضعيت اندېښمنوونکی دی، خو اوس بغلان کې د کندز سناريو تجربه کېږي او د څوارلسو کلونو ټولې لاسته راوړنې له منځه ځي».

نوموړي زياته کړه: «د امنيتي ځواکونو په همت طالبان هيڅکله بغلان نه شي نيوی، خو له حکومته غواړو چې جاسوس مديران وپېژني او قانوني چلن ورسره وکړي».

ښاغلي احساني د طالبانو لاس ته د بايوميټرېک سيسټم په لوېدو اندېښنه څرگنده کړه او ويې ويل: «دغه سيسټم حتما طالبانو ته هغو جاسوسو او خاينو مديرانو ورکړی، چې دولت کې دندې لري. ټول مسافر چې له لويې لارې تېرېږي، له موټره کښېويستل کېږي او بايوميټرېک کېږي، هر تن چې دې سسټم کې وي او د دولت کار کوونکی وي، پېژندل کېږي او طالبان يې له ځان سره وړي».

هغه پر اړوند چارواکو غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې په دې اړه گامونه پورته کړي او د دولت وسله وال مخالفين چې د شمال او شمال ختيځو سيمو خلکو ته سرخوږی جوړ شوی، وځپي. خو دولتي چارواکو يا هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button