د اطلاعاتو او کلتور وزير عبد الباري جهاني ولسمشر اشرف غني ته له خپلې دندې استعفا ورکړې. هغه دغه راز خپله استفعا انلاین هم خپره کړې.
جهاني دغه استفعاپاڼه په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې اعلان کړې. هغه له ولسمشر څخه مننه کړې چې د ملي وحدت حکومت د کابينې د جوړېدو پر مهال يې پرې باور وکړ او دغه دنده يې وروسپارله، خو زياته کړه يې ده چې نوره دغه دنده پرمخ نه شي بېولای.
د اطلاعاتي او کلتور وزير، جهاني د خپلې استفعا دنده خپله ناروغي بللې، خو ګومان کېږي چې د حکومت ترمنځ اختلافات او د وزارتونو بې واکي ښايي د هغه د استعفا اصلي لاملونه وي. د يادونې وړ ده چې جهاني يو له هغو کسانو څخه دی چې ولسمشر يې په وزير کېدو ټينګار کاوه.
هغه په خپله لنډه استعفاپاڼه کې ولسمشر ته ليکلي چې «علمي مقام» ته به يې تر ابده درنښت ولري، خو هغه د غني د مشرۍ وړتيا او طرز ستاينه نه ده کړې.
د پاڼې په يادونه کې ليکل شوي چې دغه استفعا ولسمشر اشرف غني ته د شنبې په ورځ وړاندې شوې وه او هغه لوستې وه، خو دا چې هغه ځواب نه دی ورکړی، جهاني خپله استفعا د نټ له لارې خپره کړې ده.
د عبدالباري جهاني استعفا دلته لوستلای شئ:
جلالتمآب جمهورریس ډاکټرصاحب محمد اشرف غني السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.
له هغه اعتماد څخه چي په ما مو کړی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درنه وظیفه مو را سپارلې ده، یوه نړۍ مننه. ستاسي دا نېکي به هېره نه کړم؛ خو د روغتیایی معذرتونو له کبله خپلي وظیفې ته نور دوام نه سم ورکولای. ستاسي جلالتمآب څخه، چي علمي مقام ته به مو ترابده احترام لرم، په ډېر درنښت هیله کوم چي زما استعفاء منظوره کړی. د لوی څښتن څخه، د هیواد د خیر او ښېګڼي په لاره کي، ستاسي د دایمي بریاوو آرزو لرم.
ستاسي مخلص، د اطلاعاتو او فرهنګ مستعفي وزیر، عبدالباري جهاني
نوټ: دا متن جلالتمآب جمهورریس ته، راساً د دوی د دفتر د کارکوونکو په لاس، د تېري شنبې په ورځ د عقرب پر اتمه، استول سوی او دوی لوستی دی. څرنګه چي هغوی تر نن پوري جواب نه دی راکړی نو موږ هم د اعلان لپاره نور ځنډ لازم ونه باله.