افغانستانسلايډ

اروپايي ټولنه نږدې راتلونکې کې اتيا زره افغانان باسي

اروپايي ټولنې پرېکړه کړې، چې نږدې راتلونکې کې به اتيا زره تنه هغه افغان کډوال وباسي، چې د پناه غوښتنې لپاره غربي هيوادونو ته تللي دي.

د ډيلي ميل ټلګراف ورځپاڼې له راپور سره سم د اروپايي ټولنې مشرانو د يوې پټې غونډې په ترڅ کې دغه پرېکړه کړې ده.

اروپايي ورځپاڼو څه موده مخکې يوه بل راپور کې ويلي و، چې اروپا به هغه افغانان هم بېرته خپل هيواد ته واستوي، چې افغانستان کې يې له برتانوي پوځيانو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی و او وروسته د نا امنۍ په دليل برتانيا کې پناه ورکړل شوې وه.

ډيلي ميل زياته کړې ده، د اروپايي ټولنې د تازه پرېکړې پر اساس که افغانستان دغه کډوال بېرته ونه مني، اروپايي هيوادونه به افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.

اروپا غواړي په ورته ګامونو د لسګونو زرو هغو کډوالو مخه ونيسي، چې له بېلا بېلو هيوادونو يې اروپا ته مخه کړې ده.

د نړيوالو راپورونو پر اساس يوازې تېر کال نږدې دوه سوه زره افغان کډوال د اروپا پر لور خوځېدلي دي.

د اروپايي ټولنې دغه پرېکړه په داسې حال کې ده، چې امريکايي او ناټو لوړپوړي چارواکي سږ کال افغانستان کې امنيتي حالات له تېر کاله بد تر پېش بيني کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button