د افغانستان سوېلي ولایت هلمند کې د امريکايي ځواکونو بمبار کې لسگونو وسله والو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د پوليسو قوماندان عبد الرحمن سرجنگ ويلي، امريکايي ځواکونو مارجه کې د طالبانو پر يوه مرکز هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې دوه ويشت وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هلمند چارواکو ويلي، نړيوالو ځواکونو دغه بمباري دوی سره په همغږۍ کړئ ده. د ملي يووالي حکومت چارواکو د دغه بريدونو ستاینه کړې او هغه يې کامياب بللي دي.
د هلمند د مارجلې ولسوالۍ ډېری سيمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او يوازې مرکز يې د دولت په کنټرول کې دی.
امريکايي ځواکونو افغانستان کې په داسې حال کې يو ځل بيا په دې وروستيو کې خپلو بمباريو ته زور ورکړی، چې افغانستان کې خپل اوسنی وجود يوازې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره بولي.
بل پلو داسې راپورونه هم ورکول کېږي، چې امريکايي ځواکونه په ټولو هغو ولايتونو کې طالبانو سره په جگړه بوخت دي، چېرې چې د طالبانو زور ډېر دی.
افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو او بمباريو ډېرېدو ته په کتو د چارو شنونکي د سولې څلور اړخيزه کمېټه د سولې راوستو کې ناکامه بولي.