د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني پر ورور انس حقاني د لومړنۍ محکمې له لوري د اعدام پرېکړه شوې ده. دغې محکمې ويلي دي، چې دې پرېکړې سره به افغانستان کې د حقاني شبکې بريدونه راکم شي. ياده شبکه هېواد کې پر حساسو دولتي ادارو او د بهرنيانو پر مرکزونو د بريدونو ترسره کوونکې بلل کېږي.
د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي د يادې پرېکړې په اړه خبر ورکړی دی، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي. هغه ويلي تر څو چې د وروستۍ محکمې پرېکړه نه وي څرگنده شوې جزيات نه شي ورکولی.
انس حقاني ۲۰۱۴ز کې د افغانستان د ملي امنيت له لوري خوست کې ونيول شو، پر هغه تور دی چې افغانستان کې په گڼو خونړيو بريدونو کې يې لاس درلود او حقاني نېټورک ته د مالي مرستو راټولولو مسوول و.
دا معلومه نه ده چې پر انس حقاني د اعدام پرېکړه به پر وسله والو مخالفینو څه ډول اغېز پرېباسي، خو پخوا چې کله هم د حکومت له لوري د وسله والو بنديان اعدام شوي دي، هغوی يې پر ضد سخت غبرگون ښودلی او خپل بريدونه يې لا تېز کړي دي.