اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د تحريک انصاف له مشر عمران خان سره خبرو کې څرګنده کړې ده، چې خيبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو چلن د منلو نه دی. نوموړي له عمران خانه غوښتي، چې کډوال دې د ترينګلو سياسي اړيکو ښکار نه ګرځی او پرته له کوم جرمه دې په ډلهييزه توګه نه نيول کېږي.
راپورونو وايي، چې پاکستاني پوليسو په تېرو څو ورځو کې خيبر پشتونخوا کې له دوه زرو ډېر افغان کډوال نيولي دي.
ځايي پوليسو منلې ده، چې ټول هغه افغانان نيول کېږي، کوم چې راجستر نه دي او د هغوی په وړاندې اوس هم عمليات روان دي.
خيبرپښتونخوا کې افغان کډوال يو وار بيا په داسې حال کې د پوليسو له لوري نيول او ځورول کېږي، چې پاکستان همدې ورځو کې په دې غور کوي، چې په خپله خاوره د افغان کډوالو د اوسېدو موده تمديد کړي.
افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال په همدې اړه پرون د تحريک انصاف له مشر عمران خان سره ليده کاته کړي او ترې غوښتي يې دي، چې خيبر پښتونخوا کې خپل حکومت ته امر وکړي، چې له افغان کډوالو سره افغاني او اسلامي چلن وکړي او احترام يې وکړي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، چې عمران خان ژمنه کړې، چې د پښتونخوا له وزير اعلی او پوليسو سره به په دې اړه خبرې وکړي، څو خپل چلن تغير کړي.