روانې چارېسلايډ

افغان دولت يو ځل بيا د نړۍ دريم فاسد دولت بلل شوی

د افغانستان دولت يو ځل بيا د نړۍ د فاسدترينو دولتونو په سر کې ځای نيولی دی. د روڼتيا د نړيوال سازمان له کلني راپور سره سم افغانستان يو ځل بيا د نړۍ دريمه درجه فاسد هېواد بلل شوی دی.

دغه راپور څرگنده کړې ده، چې افغانستان د نړۍ د هېوادونو په کتار کې د فساد په لسټ کې په يو سل او شپږ شپېتم نمبر راتلو سره له شمالي کوريا او صوماليې وروسته دريمه درجه فاسد دولت دی. شمالي کوريا او صوماليه دواړه پر يو سل او اووه شپېتم نمبر کې دي.
راپور کې ويل شوي، چې افغانستان کې د اداري فساد شتون دغه هېواد کې د سولې هڅې کمزورې کړې دي.

د روڼتيا نړيوال سازمان وايي، چې هغه مليونونه ډالر چې بايد د افغانستان پر بيا رغونه لگېدلي وی، د راپورونو پر اساس اخوا دېخوا شوي او يا هم غلا شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت مشران حکومت کې د فساد د شتون پخلی کوي او فساد سره مبارزه له خپلو لومړيتوبونو شمېري.
پر ملي يووالي حکومت نيوکه کېږي، چې له پيله يې تر دې دمه هيڅ لوړ پوړی چارواکی اداري فساد کې د لاس لرلو په تور نه دی محاکمه کړی، په داسې حال کې چې پر گڼو چارواکو دغه تورونه ثابت شوي دي.

د افغانستان ولسمشر حکومتي ادارو کې فساد د تېر حکومت ميراث بولي او په وينا يې له منځه وړو ته يې ژمن دی، خو د پخواني حکومت چارواکي دغه تورونه ردوي او وايي، چې ولسمشر غني هم د تېر حکومت يو چارواکی و.
اجرايه رييس عبد الله عبد الله هم مني چې: «هېواد کې فساد سره د مبارزې اتل نه شته او ټول د اداري فساد ښکار دي».

نړيوالې ټولنې په دې وروستيو کې افغان حکومت سره خپلې ژمنې د دې حکومت له لوري اداري فساد سره په مبارزې پورې مشروطې کړې، افغان حکومت يې په ځواب کې فساد سره د پراخې مبارزې ژمنه وکړه. خو د چارو شنونکي په دې اند دي، چې تر څو په فساد کې ښکېل افراد له لوړو دولتي پوسټونو لرې نه کړای شي، فساد سره د حکومت مبارزه به کومه پايله ونه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button