سلايډسيمه او نړۍ
کوټه کې د ګوزڼ مرکز ته څېرمه چاودنې څوارلس پوليس ووژل

د بلوچستان ايالت مرکز کوټې ښار سټيلايټ ټاون کې چاودنې څوارلس پوليس ووژل.
ويل کيږي، چې چاودنه د گوزڼ مرکز ته څېرمه شوې او د چاودنې له امله د مرگ ژوبلې د زياتېدو امکان دی.
له چاودنې وروسته د بلوچستان ايالتي وزير سرفراز بکټي رسنيو ته وويل، چې د چاودنې ډېری قربانيان امنيتي ځواکونه دي او کېدای شي دا چاودنه د ځانمرگي په واسطه شوي وي.
د سرچينو په وينا د پېښې قربانيان نږدې دولتي روغتون ته لېږدول شوي او سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې ده.
له تېرو څو کالو راهيسې پاکستان کې وخت پر وخت د گوزڼ واکسين کوونکو پر ډلو او امنيتي ساتونکو بريدونه او چاودنې کيږي.