خبرونهسلايډ

امريکا: که طالبان سوله ونه کړي، له نظامي لارو به وځپل شي

د امريکا حکومت له افغان طالبانو غوښتي، چې د سولې روان بهير ته ورگډ شي او د ملي يووالي حکومت له چارواکو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

طالبانو پخوا ويلي وو، چې د افغانستان د کړکېچ د اواري په موخه هر ډول هڅې ستايي، خو هغوی د سولې خبرو ته د ناستې لپاره خپل شرطونه ايښي او لا هم په دې شرطونو ټينگار کوي.

په داسې حال کې چې د ملي يووالي حکومت له لوري تېره ورځ اعلان شوه چې څو ورځې وروسته به طالبانو سره پاکستان کې نېغ په نېغه خبرې پيل شي، طالبانو دغو خبرو کې له گډونه انکار وکړ. له دې وړاندې د هيواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي ويلي وو، چې قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د ملي يووالي حکومت له لوري په رسميت پېژندل شوی او طالبان کولای شي، حکومت سره هلته خبرو ته کښېني.

امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال هم راپور ورکړی، چې د تېر فبروري په پای کې د افغانستان د حکومت يو پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی و او له طالبانو سره يې ليدنه او د سولې په اړه خبرې کړي، خو طالبانو داسې کومه ناسته نه ده تاييد کړې.

بل لور ته طالبانو تېره ورځ يو ځل بيا پر خپلو شرطونو ټينگار وکړ او زياته يې کړه، تر څو چې بهرنيان له هيواده نه وي وتلي، د طالب مشرانو نومونه له تور لېسته لرې نه شي او طالب بنديان د هيواد له زندانو خوشې نه شي، خبرې اترې بې‌معنا دي.

خو د امريکا بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د دې څرگندونو په غبرگون کې يوه خبرپاڼه خپره کړې او په کې ويلي يې دي، که طالبان حکومت سره خبرو ته کښېنني، امريکا او د افغانستان دوست هيوادونه به يې له نظامي لارو وځپي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړيوال او د هيواد دننه د چارو شنونکي او لوړپوړي بهرني چارواکي امريکا او ناټو د افغانستان جگړه کې مات بولي او وړاندوینه کوي، چې افغانستان يو ځل بيا د طالبانو تر ولکې لاندې راځي.

امريکا او ناټو سره له دې، چې د ۲۰۱۴ز له پای ته رسېدو سره يې افغانستان کې خپل جگړه‌ييز ماموريت ختم اعلان کړ، خو د طالبانو د بريدونو ډېرېدو او افغان امنيتي ځواکونو د کمزورۍ له امله يو ځل بيا بهرني ځواکونه د افغانستان جگړې ته ور ورگرځېدل او همدا اوس د هيواد په ډېرو ولايتونو کې په جگړه بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button