امريکايي مجلې «فرنټ پيج» په خپله وروستۍ گڼه کې افغانستان کې د اوباما سياست ناکام بللی دی. فرنټ پيج د کابل وروستۍ خونړۍ پېښې ته په کتو ويلي، چې د دې پېښې قربانيان هزاره گان او شيعه وگړي و او په داسې حال کې ووژل شول، چې د برق د نشتوالي له امله په لاريون بوخت وو.
وسله والو طالبانو دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړل خو داعش ډلې يې پړه پر غاړه واخيسته.
سرچينې ليکلي: «اته کاله وړاندې د امريکا د ولسمشر په توگه د اوباما له ټاکل کېدو وروسته نړۍ ورځ له بلې خطرناکه شوې ده». پخوا ځينو نورو نړيوالو رسنيو هم له دې امله په امریکا نيوکې کړي، چې د نړۍ په هره جگړه کې په مستقيم يا غير مستقيم ډول لاس لري.
د «لانگ وار» په نامه د يوې بلې مجلې عمومي مشر بيل روگيو بيا وايي، طالبان اوس هم د افغانستان د خاورې پر يوه ستره سلنه ولکه لري، چې شايد پنځوس سلنه وي. نوموړی وايي دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان جگړه کې د اوباما د سياست اته کاله وتلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې له پنځلس کاله جگړې وروسته هم امريکا نه ده توانېدلې د دې هېواد پوځ په خپلو پښو ودروي او خپل پوځيان وباسي، که داسې وکړي، طالبان به يو وار بيا افغانستان کې زورور شي.
طالبانو سره جگړو کې د افغانستان د امنيتي سرتېرو مرگ ژوبله د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېرو کلونو په پرتله ډېره ښودل شوې ده، تېر کال تر شلو زرو سرتېري د جگړو پر مهال وژل شوي او ټپيان شوي وو.