د نړۍ اوسېدونکي گڼ کلچرونه لري. ځینې له خوړو وروسته تور چای کاروي، ځینې نور بیا شین چای او ځینې نور بیا له قهوې کار اخلي.
د منځني اسیا او او منځني ختیځ ځینې قومونه په تورو او شنو چایو د اعتیاد تر کچې اخته دي. د دې سیمې اوسېدونکي له غوړ خوراک وروسته ډېر ژر له چایو گټه پورته کوي.
چای په خپل ځای ډېرې گټې لري خو په دې وروستیو کې د طب پوهانو ځینې حقایقو ته لاسرسی پیدا کړی. طبپوهان وايي چې له هر ډول خوراک وروسته باید چای ونه کارول شي.
چای په خپل ترکیب کې انټي اکسیدان لري چې دا مواد د انسان روغتیا ته ډېره گټه رسوي. ډاکټران وايي چې له اوسپنه لرونکو خوړو وروسته باید چای ونه کارول شي ځکه چې اوسپنه انټي اکسیدان مواد په خپل ځان کې جذبوي او د چایو او د اوسپنې گټه دواړه له منځه وړي.
ډاکټر ماتام ویجي کومار چې د دې څېړنې مشر دی په دې اړه وايي: «که چېرې له اوسپنې ډکو خوړو وروسته چای وڅکۍ نو اوسپنه د چای انټي اکسیدان مواد په خپل ځان کې جذبوی او د چایو دغه روغتیايي ماده له منځه ځي نو ښه خبره دا ده چې له داسې خوړو وروسته باید چای ونه څکل شي».
دکدو اوه روغتیايي ګټې، چې پخوا ترې خبر نه وې .
ژیړ کدو، چې رنګ یې شاتو ته ورته وي، له موسمي سبزیو ګڼل کیږي، خوند یې ښه ، کولای شئو چې ځوښ یې کړې یا وریت . په ښوروا او نورو خوړو کې ترې ګڼې ګټې اخستل کیږي، دکدو حلوا، چې له شاتو سره ګډه شوې وي،بیا بېل خوند لري، پردې سربېره دکدو زړي، چې خلک یې دساتیرۍ یا خوند لپاره خوري، ډېرې روغتیايي ګټې لري.
کدو دهاضمې سیستم لپاره ډېر ګټور دی، معده هم نرمه ساتي، د کدو په ترکیب کې ۸۳٪ اوبه دي، تر څنګ یې A,B,C ویټامینونه ، کاروټینویډات، کلسیوم،فاسفور، پوټاسیوم او مقناطیس لري.
۱- کدو ډېره لږه کالري لري، چې دوزن دزیاتیدو لامل نه ګرځي، یوه پیاله نږدې ۵۰ کالري لري .
۲- کدو د ځیکر فعالیت پیاوړی کوي، هغه وګړي،چې دځیګر پړسوب یا ویروس لري، کدو ورته ډېره لري.
۳- کدو لوړ فشار راټیټوي، ځکه ډېر پوټاسیوم لري، یوه پیاله میده شوی کدو نږدې ۵۶۴ مليګرامه پوټاسیوم لري، چې له یوې متوسطې کیلې څخه ۳۳٪ زیات دي.
۴- هغه کسان، چې دګردو تیږي لري او یا په تریخي کې ستونزه لري، کدو ورته ګټه رسوي.
۵- کوم کسان، چې دشپې له اړخه له بې خوبۍ سر ټکوي که له خوب وړاندې کدو او شات یو ځای وخوري، ارام خوب به وکړي.
۶- کدو د ورزشکارانو لپاره ښه خواړه دي، کدو دهډوکو دروغتیا لپاره هم ګټور دی.
ورزشکاران د ورزش پرمهال ډېر پوټاسیوم ، معدني مالګه له لاسه ورکوي که له ورزش وروسته کدو وخوري دا تشه بېرته ډکولای شي.
۷- نارنجي ډوله کدو ډېر بیټا – کاروټین لري، چې اکسید ضد دی، دمخ پوست تازه ساتي، دسرطان په مخنیوي کې مرسته کوي. همدا راز دسترګو لپاره هم ښه دي. دا مواد په ګازره کې هم شته.
دکدو زړي ډیرې روغتیايي ګټې لري دبېلګې په توګه د زړه لپاره ښه دي، پړسوب ضد ځانګړنې لري، له کولمو څخه چینچي لرې کوي، د حافظې لپاره هم ګټور دي، ځینې څیړنې وايي:
دکدو زیړي د پروسټاټ دپړسوب مخه نیسي او دتشو بولو پروسه تنظیموي