ترکيې گڼې رسنيزې ادراې تړلي
د ترکيې چارواکو تېره شپه ناوخته پرېکړه کړې، چې د پنځلسمې جولای د ناکامې کودتا د ملاتړ په تور يې گڼې رسنيزې ادارې تړلي دي.
د ترکي چارواکو په وينا درې خبري اژانسونه، شپاړس تلويزوني کانالونه او پنځلس مجلې د ناکامې کودتا د ملاتړ په تور تړل شوي دي.
په عين حال کې د پوځ ۱۷۰۰ جنرالان او ډگروالان هم له دندو گوښه کړای شوي دي.
د ترکيې حکومت وايي، چې د ناکامې کودتا په هڅه کې ښکېل ملکي او پوځي چارواکي به محاکمه او يا به يې له دندو گوښه کړي.
د ناکامې کودتا راهيسې تر اوسه ۲۴۶ تنه وژل شوي او نږدې ۲۰۰۰ ټپيان دي.
ترکيه وايي، چې د دې ناکامې کودتا تر شا د امريکا مېشتي اپوزيسيون مشر فتح الله گولن لاس دی او هغه اوس هم هڅه کوي، چې پوځي او ملکي ادارو کې د خپل اغېز له لارې د ترکيې منتخب حکومت نسکور کړي.
تر اوسه د هغو ادارو او رسنيو نومونه نه دي خپاره شوي، چې د حکومت له لوري پرې بنديز لگېدلی دی.
ويل کيږي، چې تړل شوې ادارې په محلي او ولايتي کچه فعاليتونه کوي.
وړمه ورځ حکومت د کودتا د ملاتړ په تور ۴۲ ژورنالېستان هم نيولي وو.
د کودتا په تور تر اوسه ۱۶زره کسان نيول شوي او له شپېتو زرو زيات پوځي او ملکي چارواکي له دندو گوښه کړای شوي دي.
له دندو په گوښه شوو کسانو کې ۸۷ جنرالان، د هوايي ځواک دېرش او سمندري ځواکونو ۳۲ افسران شامل دي.
ترکيه کې له ناکامې کودتا وروسته ولسمشر رجب طيب اردوگان د درې مياشتو لپاره بيړنی حالت اعلان کړی دی.