سلايډسيمه او نړۍ

 د امريکا پر وړاندې نوي چيلينجونه

سرچینه: واشنگټن ټايمز

نوی کال په داسې حال کې راغی، چې امريکا له داسې ستونزو او کړاوونو سره لاس او گرېوان ده، چې هېڅ تياری ورته نه لري. تر ټولو ستر گواښونه داعش ډله، د روسيې سیاسي-نظامي پراختيايي فکر او د چين قوي ستراتيژيک او اقتصادي پرمختگ دی.

متقاعد امريکايي ډگروال، کين الارډ واشنگټن ټايمز امريکايي ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې د امريکا پر وړاندې پرتې ننګونې او گواښونه په ګوته کړي، چې د لیکوال په باور د امريکا پر اوږدمهالي تاريخ ناوړه اغېز پرېږدي.

د ډگروال الارډ په وينا تر ټولو ستر گواښ د امريکا زياتېدونکي پورونه دي او ورپسې ۲۱مه پېړۍ کې د امريکايي پوځيانو له لوري کاروونکې وسلې دي، چې په عملي ډگر کې ناکامه بريښي.

ډگروال کين الارډ لیکي، کېدای شي په لنډ وخت کې پر امريکا د بريښنايي وسلو بريد وشي.

ليکوال زياتوي، چې امريکايي چارواکي په کوردننه پېښېدونکو ستونزو او گواښونو په اړه پاملرنه نه کوي او پوښتنه يې راپورته کړې، چې «ايا تاسې د چین او روسيې پر وړاندې د پېښېدونکې جگړې او يا دواړو هېوادونو سره پر يوه وخت د دښمنۍ په اړه فکر کړی دی؟»

د روسيې او چين گواښونه

ډگروال کين همدا ډول د روسيې او چين د گواښونو په اړه ليکلي، چې اروپا کې د امريکايي سرتېرو شمېر مخ په کمېدو دی او روسيه کولای شي، چې د اروپا ځينې هېوادونه په ډېره اسانۍ ونيسي او ناټو به يې د مخنيوي توان ونه لري.

ليکوال همدا رنگه د چين د مخ پر زياتېدونکي ځواک په اړه سپارښتنه کړې، چې امريکا بايد د سویلي چين سمندرگي کې خپل ځواک زيات کړي او اوس د سويلي چين سمندرگي کې د امريکا الوتکې، سمندري بېړۍ او پوځيان له اړتيا ډېر لږ دي.

«امريکا له سختو سياسي او نظامي گواښونو سره مخ ده، امريکايانو بارک اوباما دوه دورې ولسمشر وټاکه او ده له خپل ولس سره ژمنه کړې وه، چې بهرنۍ جگړې به پای ته رسوي، مگر ځمکني حقايق بيا د دې غوښتنه کوي، چې نورو جگړو ته ځانونه چمتو کړو، خپل ځواکونه په نړۍ کې خپاره کړو او د ځواکونو له کمولو سره سخت مخالف يم.»

د ليکوال په وينا د يو ملت ځواک او زور د هغوی له نظامي ځواک او وړتيا او د هغو له کنټرول او ادارې معلوميږي او اوس، امريکا او نړۍ گوري، له تېرو اتو کالو امريکا له نظامي پلوه کمزورې کېدونکې ده.

د مقالې په پای کې راغلي، چې د امريکا دښمنانو او رقيبانو د امريکايي ولس او چارواکو د کمزورۍ ځای په نښه کړی او پوښتنه يې کړې، چې «ښاغلی ډونلډ ټرامپ! ته به څنگه خپل ولس ته قناعت ورکوې او د حالاتو په اړه به څنگه ډاډ ورکړې، په داسې حال کې، چې وخت مو له لاسه وتلی وي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button