سيمه او نړۍ

سويزرلېنډ: د يمن مذاکرات بې پايلې شول

د يمن کشالې په اړه له تېرې سه شنبې په سويزرلينډ کې روان مذاکرات بې پايلې پای ته ورسېدل.
يمن لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اسماعيل اولد شيخ احمد وويل، چې په مذاکراتو کې یو څه پرمختگ وشو، خو له اوربنده د سرغړونې له امله زيانمن شول.
اولد شيخ وايي، چې دا مذاکرات به د راتلونکي نوي کال د جنوري په ۱۴مه پيليږي، مگر د مذاکراتو ځای يې ونه ښود.
دا مذاکرات په داسې وخت کې بې پايلې شول، چې د يمن شمال کې د حکومتي ځواکونو او حوثي ملېشو تر منځ خونړۍ نښتې روانې دي.
تېره ورځ عربي رسنيو راپور ورکړی و، چې شمال لويديځ مارب ښار کې د حوثي ملېشو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته کې څلوېښت حوثيان او ۲۸ سرتيري وژل شوي وه.
د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی وايي، چې راتلونکو اوونيو کې به يو ځل د يمن په اړه مذاکرات پيل شي او دا ځل به ټوله هڅه دا وي، چې اوربند تلپاتې شي.
سويزرلينډ کې د رسنيو استازي د غونډې د گډونوالو له قوله وايي، چې د دوی ټوله د اوربند عملي کول دي، چې دواړه لوري يې ومني او له اوږد مهالی اوربند وروسته بيا کېدای شي د خبرو له لارې د يمن ستونزه د حل پر لور ولاړه شي.
د سعودي په مشرۍ ايتلاف وايي، چې حوثيانو ۱۵۰ ځل له اوربنده سرغړونه کړې او له ملگرو ملتونو يې په دې اړه د جدي گام اخيستو غوښتنه کړې ده.
د روان کال مارچ راهيسې په دغو جگړو ۵۷۰۰ کسان وژل شوي دي.
د بشري حقونو نړيواله ټولنه وايي، چې د يمن شل مېليونه نفوس څخه يې اتيا سلنه خلک، له خوړو، اوبو او روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button