سيمه او نړۍ

روسيه او امريکا د سوريې په اوربند سلا شوي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو څرګنده کړې، چې واشنګټن او مسکو سوريې کې په اوربند سلا شوي او د راتلونکې اوونۍ له پيله به اوربند عملي کړي.

عربي رسنۍ وايي، چې دا اوربند به د فبرورۍ په ۲۷مه عملي کيږي او په دې اوربند کې به د بشارالاسد ټولې مخالفې ډلې شاملې وي، مګر جبهة النصرة او داعش ډله به په دې اوربند کې نه وي.

بل پلو د بشارالاسد واکمن نظام وايي، چې راتلونکي اپرېل کې پارلماني ټاکنې وي.

د روانې مياشتې په ۱۲مه نړيوالو قدرتونو او د منځني ختيځ هېوادونو پر دې سلا کړې وه، چې د سوريې جګړه بايد د يوې اوونۍ په ترڅ کې بنده شي، مګر دا اوربند پر وخت عملي نه شو او نه هم سوريه کې تاوتريخوالی ودرېد، وړمه ورځ حمص او دمشق کې درنو چاودنو له دوو سوو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د سپينې ماڼۍ چارواکي وايي، چې د روسي ولسمشر له لوري د اړيکو په غوښتنه بارک اوباما او پوتين د تيليفون په ليکه د سوريې په اړه اوږدې خبرې او د سوريې جګړې په پای ته رسولو يې ټينګار وکړ.

د امريکا او روسيې په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې اوربند کې به هغه ډلې شاملې وي، چې د امريکا او روسيې شرطونو ته غاړه ږدي او په دغو ډلو کې داعش او جبهة النصرة نه دي شاملې او د دغو دواړو ډلو پر ضد به د امريکا او ايتلافي ځواکونو بريدونه همداسې روان وي.

په ګډه اعلاميه کې راغلي، هره ډله، چې غواړي د دغه اوربند برخه شي، د روانې مياشتې تر ۲۶مې نېټې دی د دې خبرې پخلی وکړي.

د يادونې وړ ده، چې سوريه کې د روانو جګړو او تاوتريخوالي پر مهال امريکا د بشارالاسد د منځلارو مخالفينو ملاتړي کوي او روسيه بيا د ولسمشر بشارالاسد ملاتړې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button