د تورخم له شخړې وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان عام ولس له لوري د کرکې او نفرت کچه لوړه شوې او افغان کډوال په پیښور ښار او د خیبر پښتونخوا ایالت په نورو سیمو کې د پولیس او عام پاکستاني اوسېدونکو له لوري توهینېږي.
د راپورونو له مخې د تورخم له شخړې وروسته گڼ افغان کډوال په پیښور کې د پولسو له لوري نیول شوي او تر دې دمه یې په اړه کومه فیصله نه ده شوې.
د بيبيسي د راپور له مخې پرون پیښور ښار کې د سوداگرو د ټولنې له لوري د افغان کډوالو پر ضد لاریون تر سره شوی وو. لاریون کوونکو د گو افغان، گو افغان شعارونه ورکول او تر څنگ یې ویلي چې افغانستان کې هندي استخبارات د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.
لاریون کوونکو د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني انځورونو باندې کرښې کاږلې وې او په پای کې یې دغه انځورون څیرې او ورته یې اور ورکړي وو.
گڼو سوداگرو بيبيسي سره په مرکې کې ویلي چې افغان کډوالو د دوي کاروبار خراب کړی او په ټولو سوداگریزو کارونو باندې دوی خپله ولکه اچولې چې له امله یې پاکستاني سوداگر له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان ځینې سیاسي کارپوهان هم له خپل حکومت څخه غواړي چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.