خبرونهسلايډ

د هند او سعودي عربستان د نږدې والي لاملونه

د هند صدر اعظم نرېندرا مودي تېره ورځ له واشنګټن څخه د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی. رياض ته د هندي صدر اعظم سفر د سيمه ييز سياست په اړه ډېر مهم بلل کيږي.

د عامو خلکو له قوله د سعودي عربستان او هند اړيکې د تېلو د د پېرلو او مزدورانو له کچې زيات اهميت نه لري، ډېری خلک په دې نظر دي، چې سعودي عربستان د پاکستان يو ژغورونکی بنسټپال هېواد دی.

د سعودي عربستان او هند ترمنځ د ميلياردونو ډالرو د تېلو سوداګري د ستراتيژيکو اړيکو پر لور روانه ده.

۲۰۰۸م کال کې د ممبيي له بريدونو وروسته دواړو هېوادونو پرېکړه کړې وه، چې امنيتي اړيکې پيل کړي، چې له مخې به يې له خليجي هېوادونو او سعودي عربستان هند ته استخباراتي معلومات ورکول کيږي.

نريندرا مودي د خپل هېواد او سيمې امنيت ته ډېره پاملرنه کوي او تېر کال، چې متحده عربي اماراتو ته تللی و، د خبرو مهم ټکي يې همدا وو.

٭ هند غواړي، چې له خيليجي هېوادونو د هند بنسټپالو ته تلونکې مالي مرستې ودرول شي؛
٭ هند غواړی، چې سويلي اسيا کې د سخت دريځې داعش ډلې د هڅو او فعاليتونو مخنيوی وکړي.

له خليجي هېوادونو هند ته د مالي مرستو ستونزه له ډېر وخته روانه ده، مګر د حساسيت له امله دغې پېښې ته لږه پاملرنه شوې ده.

د تېرو څو کلونو په ترڅ کې کويت، متحده عربي اماراتو او سعودي د سخت دريځو د مالي مرستو په تور ګڼ کسان هند ته سپارلي دي.

۲۰۱۰م کال کې د هند پخوانی صدر اعظم منموهن سنګ رياض ته تللی و، هلته يې سعودي چارواکو سره د ستراتيژيکو اړيکو په اړه خبرې وکړې او له هغې وروسته ۲۰۱۴م کې د سعودي د وخت د دفاع وزير او اوسنی پاچا سلمان بن عبدالعزيز هند ته ولاړ او هلته يې هندي چارواکو سره په دفاعي چارو يوه توافقنامه لاسليک کړه.

له هغې وړاندې د سعودي او هند اړيکې هغه مهال نورې هم غښتلې شوې، چې رياض نوي ډيلي ته د ممبيي بريدونو په تور نيول شوی ذبيح الدين انصاري وسپاره.

ذبيح الدين انصاري سره پاکستانی پاسپورټ و، مګر هند بيا هم نوموړی خپل هېواد ته وغوښت. له دې وروسته د هند او سعودي عربستان ترمنځ د امنيتي همکارۍ او مجرمينو د تبادلې نښې نښانې څرګندې شوې.

د سخت دريځې داعش ډلې د بريدونو له امله د سعودي عربستان او ټولې نړۍ امنيتي ځواکونه تل ګوته په ماشه ولاړ وي.

دا ګواښ وروسته له هغې زيات شو، چې ۲۰۱۴م کال کې داعش په هند کې د فعاليت اعلان وکړ.

بنګله دېش کې هم پر سيکولر ليکوالو د بريدونو پړه داعش ډلې منلې او هندي استخباراتو هم ځينې ځوانان نيولي، چې داعش ډلې د انټرنيټ له لارې روزلي وو.
له همدې امله هند مجبور شو، چې سعودي عربستان سره د پټو او استخباراتي معلوماتو د تبادلې تړون لاسليک کړي.

هند د سخت دريځي فکر د خپراوي د مخنيوي لپاره ټينکالوجي لري او که دا ګواښ له هنده د باندې وي، نو بايد سيمه ييزو هېوادونو سره په دې اړه اړيکه ولري.

سعودي عربستان د سخت دريځۍ او مخالفينو ځپلو کې ښه تجربه لري او رياض په دې اند دی، چې د ساحلي سيمو د امنيت خوندي کولو لپاره د هند رول ډېر اړين دی.

د سعودي عربستان په اړه د هند دلچسپي له دې هم معلوميږي، چې نوی ډيلي رياض ته خپل سفير ډيپلومات نه، بلکې لوړپوړی امنيتي افسر لېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button