د دفاع وزارت خبر ورکوي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د ملي اردو په عملیاتو کې شاوخوا ۱۱ سرتېري وژل شوي او څه نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راځي چې دا عملیات د طالبانو او بهرنیو جگړهمارو په وړاندې په لار اچول شوي وو.
د ملي اردو په دې عملیاتو کې هوايي ځواک هم برخه اخیستې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې مخالف لوري ته هم گڼ مرگ ژوبله اوښتې خو په اړه یې دقیق معلومات نه دي ورکړي.
دغه عملیات د هېواد په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې تر سره شوي دي.
سږکال د پسرلي له پیل سره طالبانو د عمري عملیاتو تر نامه لاندې خپل جگړه پیل او حکومت هم د افق په نامه عملیات پیل کړي چې تر دې دمه د ملي اردو او ملي امنیت سرتېرې د کابل د برید تر څنگ څو وارې د خونړي برید ښکار شوي دي.