ولسمشرۍ ماڼۍ د «ټاپي» پروژې په اړه د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف د هغو څرگندونو په اړه غبرگون ښودلی، چې له طالبانو سره يې د خونديتوب په پار خبرې کوي، ولسمشرۍ ماڼۍ د خواجه آصف دغه څرگندونې غير مسوولانه بللې دي او زياته کړې يې ده، چې د دې هيواد د مشرانو د هغو ژمنو سره په ټکر کې دي، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
طالبانو ويلي وو، چې تر څو د دې نلليکې پر هوکړه ليک د دوی وزير لاسليک نه وي کړی، د تېرولو اجازه به يې ورنه کړي، خو د پاکستان دفاع وزير ويلي و، چې له طالبانو سره به د نلليکې د خونديتوب لپاره خبرې وکړي.
«ټاپي» پروژه چې نن يې د څلورو گډونوالو هيوادونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند) له لوري د بنسټ ډبره کېښودل شوه، له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته گاز لېږدوي، د ملي يووالي حکومت ويلي، چې دغه پروژه د افغانستان او گاونډيو هيوادونو د هڅو په پايله کې د وړانديز له مرحلې تر تطبيقه ورسېده.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: «د افغانستان امنيتي ځواکونه له اساسي قانون او ټولو نافذه قوانينو سره سم د ملي حاکميت، ارضي تماميت او هيوادوالو د امنيت ساتلو دنده پر غاړه لري، او له عامه تاسيساتو او په ځانګړي ډول «ټاپي» پروژې، چې ۷۰۰ کيلو متره د افغانستان خاوره کې تېرېږي، ساتنه کوي».
خبرپاڼه زياتوي: «د افغانستان دولت د گازو د دغې نلليکې د خونديتوب لپاره ځانګړي ځواکونه تيار کړي او د هغو سيمو خلک هم په دې اړه مرسته کوي، چې دغه نلليکه يې له سيمو تېرېږي».
د ارگ خبرپاڼې وړاندې ليکلي: «د پاکستان د دفاع وزير څرگندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د دې هېواد يو لړ چارواکي اوس هم د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې تابيا لري او له طالبانو سره نږدې اړيکې لري، چې په دې سره د پاکستان په اړه د افغان دولت او افغانانو ادعا سمه ثابتېږي».
د ملي يووالي حکومت په پای کې د پاکستان پر چارواکو غږ کړی، چې له ترورېزم سره په مبارزه کې خپلو ژمنو ته د عمل جامه واغوندي او د بيا لپاره دا ډول «غير مسوولانه » څرګندونې ونه کړي.