افغانستان
پير سيد احمد گيلاني د سولې شورا رييس وټاکل شو
راپورونه وايي، چې پير سيد احمد گيلاني د سولې عالي شورا رييس، کريم خليلي، عطاءالرحمن سليم او حبيبه سهرابي يې مرستيالان وټاکل شول.
ويل کيږي، چې ډاکټر فاروق بشير د سولې شورا د دارالانشا رييس ټاکل شوی دی.
له تېرې اوږدې مودې راهيسې پر حکومت نيوکې کېدې، چې د نورو گڼو څوکيو تر څنگ د سولې عالي شورا رياست لپاره وړ مشر نه شي ټاکلی، مگر ولسمشر اشرف غني ويلي و، چې ډېر ژر به د سولې شورا مشر اعلان کړي.
د سولې شورا نوي مشران په داسې حال کې ټاکل کيږي، چې د مرستندويه جهتونو له لوري د سولې شورا مالي ملاتړ ځنډول شوی دی.
حکومت تر اوسه په رسمي توگه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.