د افغانستان د ولسي جرگې غړي او خلک وايي، امنيتي ځواکونه لا هم پر وسله والو طالبانو په ستره کچه وسلې او مهمات خرڅوي، چې د اندېښنې وړ خبره ده.
د پوځي چارو شنونکي په دې اند دي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري دغه ډول کړنې پر دوی د خلکو بې باوري زياتوي.
پرون د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې وکيلانو له امنيتي مسوولينو په دې اړه وضاحت وغوښت.
د بغلان، غزني او زابل په گډون د ځينو ولايتونو اوسېدونکي وايي، بيا بيا يې ليدلي دي، چې امنيتي ځواکونه پر وسله والو طالبانو خپلې وسلې او مهمات پلوري. دوی وايي، امنيتي ځواکونه کله دغه کارونه په دې دليل کوي، چې معاشونه په وخت نه ورکول کېږي او په مياشتو مياشتو ځنډول کېږي.
د ولسي جرگې وکيلانو، محمد نعيم لالي، ميرداد نجرابي، شکېبا هاشمي او نورو څرگنده کړه، چې دوی ته څو ځل دا راپورونه ورکول شوي، چې امنيتي ځواکونه د دولت پر وسله والو مخالفينو وسلې پلوري. دوی وايي، دا کار د اندېښنې وړ دی او امنيتي چارواکي يې بايد ځواب ووايي.
د ولسي جرگې غړي په داسې حال کې دا څرگندونې کوي، چې وسله والو طالبانو د تېر کال جگړو کې له امنيتي ځواکونو ستره اندازه سپکې او درنې وسلې نيولې دي.
د ځينو ولايتونو يو شمېر امنيه قومندانانو په دې اړه امنيتي ځواکونو ته گواښ هم وکړ، خو لا هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې پر وسله والو طالبانو د وسلو د پلور کار په زور کې روان دی.