افغانستانخبرونهسلايډ

د طالبانو پخواني مشر ملا منصور غوښتل سوله وکړي

د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور دوه میاشتې وړاندې د پاکستان په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. امريکا د نوموړي د وژلو لامل دا وښود، چې نوموړی د افغان سولې د بهير مخالف و.
د ملا منصور له وژل کېدو وروسته طالبانو خپل نوي مشر ملا هبة الله اخندزاده سره «بیعت» وکړ.
د طالبانو نوی مشر ملا هبة الله اخندزاده وایي، ملا منصور غوښتل له ملي یوالي حکومت سره سوله وکړي.
د اکسپریس ټریبیون د راپور پر بنسټ د طالبانو نوی مشر ملا هبة الله وایي، چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د اپریل او مۍ په میاشتو کې قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د سولې په اړه خبرې کړې وې. خپله طالبانو په رسمي توگه د دې خبرې پخلی نه دی کړی.
له راپور سره سم منصور غوښتل د سولې له پروسې سره خپله پاليسي په ډاگه کړي، چې د امریکا د بې پلوټه الوتکې له خوا د پاکستان په خاوره کې ووژل شو.
ملا هبة الله وایي، په قطر کې د طالبانو سیاسي استازو او طالب مشرانو له سولې سره یو ځای کېدل یو ښه او مثبت گام بللی و.
نوموړی زياتوي، چې ځینو طالب مشرانو بیا د سولې په خبرو اترو کې خپل مخالفت ښودلی و.
د دغه راپور پر بنسټ ویل کېږي، د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور طالب مشرانو ته د سولې په اړه خپله پاليسي اعلان کړې وه. د طالبانو نوی مشر وایي، د ملا منصور وژل کېدل یوه دسیسه وه.
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې طالبانو له ملي یوالي حکومت سره د سولې خبرې رد کړې وې. د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین تر منځه څلور اړخيزو ناستو هم ونه شوای کولی، چې طالبان د سولې خبرو اترو ته کښېنوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button