سبا کابل کې د سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه کېږي
وروسته له هغه چې تېره دوشنبه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ملي يووالي حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه وشوه، ټاکل شوې ده، دغسې يوه بله غونډه سبا کابل کې جوړه شي. امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د دغو غونډو گډونوال دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه ويلي، غونډه کې به له طالبانو سره د سولې د خبرو څرنگوالی، ځای او نېټه معلومه شي. د دې وزارت وياند احمد شکېب مستغني زياته کړې ده، د غونډې گډونوال د سولې د نقشې جوړولو او چوکاټ پر مشخص کولو غږېږي. د وزارت مرستيال وياند خير الله ازاد ويلي: «دويمه غونډه د سولې د خبرو اترو په نخچه جوړولو سره پيل کېږي، دا چې د سولې خبرې څه ډول او له کوم ځايه پيل کړو، په دې غونډه کې يې نخچه جوړېږي».
په تېره غونډه کې په دې سلا شوې وه، چې حکومت دې وار له مخه د سولې لپاره شرطونه نه ږدي، څو په دې اړه د ناستې مېز ته د طالبانو راوستل اسان شي. حکومتي پلاوي د اسلام اباد له غونډې هيله من راستون شوی و.
طالبانو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو بي بي سي تېرو ورځو کې د يوه امريکايي لوړ پوړي چارواکي له خولې ليکلي و، چې طالبانو د پخلاينې په دغه بهير کې د گډون پرېکړه نه ده کړې.