افغانستانسلايډ

د بگرام اوسېدونکو د بهرنيانو د خپلسرو عملياتو پر ضد لاريون کړی

د پروان د بگرام ولسوالۍ اوسېدونکو د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو عملياتو پر ضد لاريون کړی. سلگونو کسانو د لاريون په ترڅ کې د بهرنيو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکړل او د بهرنيانو له لوري د شپنيو عملياته غندنه يې وکړه.

دغه لاریونونه نن سهار نهه بجې پيل شول او لا هم جريان لري.

يوه لاریون کوونکي رسنيو ته وويل، بهرني ځواکونه د شپې پر مهال د خلکو پر کورونو عمليات کوي او چې څه يې خوښه وي، هغه کوي. نوموړی وايي، تېره شپه بهرنيانو سيمه کې د يوه پخواني جهادي قوماندان پر کور چاپه وهلې او د هغه کور يې تلاشي کړی دی.

لاریون کوونکو پر دولت نيوکه کوله، چې له سلو زرو د ډېرو امنيتي ځواکونو په شتون کې څنگه په ورته عملياتو کې بهرنيان خپلسرۍ ته پرېږدي.

يوه بل لاريون کوونکي زياته کړه: «دا لومړی ځل نه دی، داسې پېښې بيا بيا رامنځته کېږي، خو دولت يې په اړه چوپ دی».

د بگرام امنيه قوماندان سمونوال احمدزي هم د لاریون کوونکو د خبرو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د کمنډر په نوم د يوه پخواني قوماندان کور په خپل سر تلاشي کړی او د افغانستان امنيتي ادارې يې په دې اړه نه دي خبرې کړې. نوموړي زياته کړه: «دا کار د خلکو د نا ارامۍ سبب گرځي».

افغانستان کې د بهرنيانو له لوري د شپنيو عملياتو ترسره کول هغه موضوع ده، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او بهرنيو ځواکونو تر منځ پرې جنجال و، خو د ملي يووالي حکومت له پيل سره سم د حکومت مشرانو بهرنيانو ته يو ځل بيا د دغو عملياتو اجازه ورکړه، چې ډېری افغانان پرې ناخوښ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button