خبرونهسلايډ

استانبول به د اسلامي هېوادونو د مرستو سازمان کوربه وي

استانبول به د اسلامي هېوادونو د مرستو سازمان د دیارلسم کنفرانس کوربه وي. د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د اپریل په دیارلسمه غونډه وکړه تر څو په دې کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو ولسمشران په کومو موضوعاتو بحث او د غونډې په نظم او څرنګوالي باندې به خپل نظرونه سره شریک کړي.

غونډه کې د برخه اخیستلو لپاره صلاح الدین رباني هم نن د استانبول ښار ته رسېدلی دی. د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې مطابق صلاح الدین رباني به کوښښ کوي چې د غونډې ګډونوالو سره د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د اسلامي هېوادونو د یو موټي کېدو لپاره وړانديز وکړي.

د دې تر څنګ صلاح الدین رباني به د ایران او سعودي تر منځ د وروستۍ تاوتریخوالي او د دې اغېزې په اسلامي هېوادونو باندې هم خبرې وکړي او له دې سره به رباني د فلسطینیانو پر حق هم د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي.

د اسلامي هېوادونو د مرستو سازمان کنفرانس به د اپریل په پنځلسمه پای ته ورسېږي.

 

Related Articles

Back to top button