افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د کورنيو چارو وزارت تر څارنې لاندې زندانونو کې د بنديانو له شکنجو، ځورولو او ناوړه حالته اندېښنه ښودلې ده. دغه کمېسيون وايي، چې له زندانو پرته نور داسې ځايونه هم شته، چې بنديان په کې ساتل کېږي او له ډېرو حقونو بې برخې دي.
د کمېسيون رييسې سيما سمر پرون کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال څرگنده کړه، چې لا هم د افغانستان زندانونو کې خلک شکنجه او ځورول کېږي او دا د بشري حقونو پر وړاندې يوه ستره ننگونه ده.
هغې وويل: «د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له معلوماتو سره سم د هېواد زندانونو او سلب ازادۍ ځايونو کې لا هم بنديان شکنجه کېږي او دا هر څه د کورنيو چارو وزارت تر څارنې لاندې کېږي، موږ پر حکومت غږ کوو، چې د دې کار مخه ونيسي».
د سمر په وینا دا مهال تر دېرش زرو پورې کسان زندانونو کې بنديان دي، چې د مدافع وکيلانو له نشتوالي او گڼو نورو ستونزو سره مخ دي. «د بنديانو لپاره مناسب ځای او د حرفهيي زده کړو فرصتونه نه شته او روغتيايي اسانتياوې لږې دي، پر دې سربېره بنديان له گڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د ځينو پخوانيو راپورونو پر اساس د هېواد بېلا بېلو زندانونو کې ډېری داسې بنديان شته چې د کلونو په تېرېدو يې ان دوسيې نه دي جوړې او د محکمې له امر پرته زندان تېروي.
څه موده مخکې د کندهار د سترې محکمې نوي بدل شوي رييس څرگنده کړه، چې کندهار زندان کې درې اتيا تنه داسې بنديان دي، چې پرته له دې چې جرم يې معلوم شي او دوسيې يې جوړې شي، يوولس کاله يې زندان کې تېر کړي دي.
تېر کال هم د ولسي جرگې ځينو غړو خبر ورکړ، چې د بگرام او پلچرخي زندان پينځه سوه اتيا تنو بنديانو ته د درې واړو محکمو له لوري برات ورکړل شوی دی، خو ملي امنيت شورا يې د خوشې کېدو مخه نيسي.