ټولنهسلايډ

بریالی پانګوال څوک دی ؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل

  پانګونه یو پېچلی فعالیت دی، چې په ماتې او بریا کې یې بېلابېل عوامل رول لوبوي. دا مسئله د اقتصادي بحران او ستونزو پرمهال تر هرڅه وړاندې ځان ښکاره کوي، مګر د پانګونې په بریا کې یو له مهمو عواملو څخه خپله پانګوال دی او هغه باید په دې برخه کې  له خاصو ځانګړتیاو څخه برخمن وي .

  د کار پوهانو په باور، یو بریالی پانګوال باید له درې لومړنیو او مهمو ځانګړتیاو څخه برخمن وي؛ صبر، خوش بیني او روزنه، دا هغه درې عوامل دي، که چېرې ورته سمه پاملرنه ونه وشي، نو د پانګونې او سوداګرۍ چارې له ماتې سره مخ کېدای شي .

صبر :

  بریالی پانګوال، هغه پانګوال ته وایي، چې صبر ولري . د دې امکان ډېر شتون لري، چې د لنډ مهال له پاره په بېلا بېلو  بازارونو کې د توکو بیه ډېره لوړه وي، مګر د اوږدې مودې فعالیت په ډېری مواردو کې د بیو له لوړوالي او په پایله کې د پانګوال له ګټې سره مل ده . اقتصادي بحرانونه له یوې مهالنۍ دورې څخه برخمن دي او له شک پرته هېڅ څیز د تل له پاره دوام نه مومي. کېدای شي اقتصادي رکود د څو میاشتو له پاره ادامه وکړي او یا هم د یوه یا دوه کلونو له پاره دوام ومومي، مګر د اوږدې مودې لید لوری او د پانګوال صبر کولای شي داسې شرایط رامنځته کړي، چې د زیان کچه راټیټه او دا دوره په سلامتۍ سره تېره کړي .

خوش بیني :

    بریالی پانګوال یو هیله من او خوش بین پانګوال دی، تل باید په دې باور وي، چې د نړۍ شرایط ښه کېږي او د نړیوال اقتصاد پرمختګ دوام پیدا کوي، دا هرڅه باید د پانګوال په ذهن کې شتون ولري. پرته له دې که چېرې دی فکر وکړي، چې نړۍ د رکود په حال کې ده او نړیوال اقتصاد له سختو او بې شمېره ستونزو سره مخامخ ده، ډېر ژره به له هغه څه څخه چې تمه یې کېږي؛ له ماتې سره به مخ شي . که چېرې په دې مسئلې چې شرایط د خرابېدو په حال کې دي باور لرئ، نو یوازینی ممکن کار د پانګونې پرځای د کور په بکس کې د پیسو او پانګې پټول دي .

  باور ولرئ، چې شرایط ښه کېږي او راتلونکې ته هیله من واوسئ او د پانګونې له پاره کلک هوډ وکړئ. که څه هم نه شو کولای چې د راتلونکې په اړه څه ووایو، چې څه پېښېږي، مګر دا ټکی ښه څرګند او روښانه ده، چې هرو مرو به اقتصاد د بیو له پړسوب، تل پاتې بحرانونو، د تېلو، غازو او نورو …… د بیو د لوړوالي  له رکود څخه به بهر شي. لکه څنګه چې په تېر کې شاهدان وو، پرته له شکه له هر بحران وروسته د اقتصاد  د پرمختګ بهیر دوام پیدا کوي .

روزنه :

   بریالی پانګوال، هغه پانګوال ته وایي، چې د پانګونې په برخه کې ښه روزل شوی او په یاده  برخه کې یې زده کړې کړې وي. دا سمه ده، چې هېڅوک د پانګوال په کچه د هغه له پیسو او شتو څخه خبر نه دي، نو په دې اساس پانګوال ته ډېره اړینه ده، چې له هغو مسؤلیتونو سره په بشپړ دول آشنا وي، کوم چې په پانګونه کې یې په خپله غاړه یې اخلي. د بېلګې په توګه : څه ډول کولای شو، چې د ګواښونو کچه را ټیټه کړو او په مقابل کې یې څنګه کولای شو، چې د ګټې کچه لوړه کړو؟ . له پوهې پرته په ګومان او انګېرنو سره د پانګونې چارې پیلول، بدو او خواشینونکو پېښو ته ښه راغلاست ویل دي .

  که چېرې له بشپړې پوهې څخه برخمن نه یاستئ، نو غوره ده، چې دا اړین مسؤلیتونه هغو کسانو ته وسپارئ، کوم چې په کار پوه وي، مګر دا مسئله کولای شي، چې ډېر لګښتونه له ځانه سره ولري او ډېر فرصتونه له منځه یوسي. د پانګونې په لارو چارو باندې ځان پوهول له امکانه لرې دنده نه ده، یوازې دومره وکړئ، چې په دې برخه کې لومړی ګام پورته او د بریاوو په لور حرکت وکړئ .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button